ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټایلنډ کې پر یوه وړکتون وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي

ټایلنډ کې پر یوه وړکتون وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي

author avatar
7 Oct 2022 - 10:54
ټایلنډ کې پر یوه وړکتون وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي
author avatar
7 Oct 2022 - 10:54

اټلانټا (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): په ټایلنډ کې پر یوه وړکتون وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي چې د چارواکو په وینا، د دې پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي.

د ټایلنډ پولیسو ویلي چې برید کوونکی «پانیا خمراب» نومېده او د دغه هېواد د پولیسو مخکنی افسر و.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، برید کوونکی پر وړکتون له برید وروسته خپل کور ته تللی، خپله مېرمن او اولادونه یې هم وژلي او بیا ځانوژنه کړې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، برید کوونکي چې ټوپک، تومانچه او چاقو ورسره وو، د پنجشنبې ورځ شاوخوا غرمه مهال یې د نونګ بوا لام فو ولایت کې پر یاد وړکتون برید وکړ.

د دغه ولایت د پولیسو یوه چارواکي جاکاپټ ویجیترایتایا فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې په وژل شوو کې ۲۳ ماشومان شامل دي.

د هغه په وینا، برید کوونکی تېر کال د نشه توکو کارولو له امله د پولیسۍ له دندې ګوښه کړای شوی و.

Visits: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.