Language

په کابل کې د افغانستان باولينګ کلپونو جام سيالۍ ترسره شوې

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان باولینګ کلپونو جام سیالیو کې عظیم رحمتي خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د دغو لوبو اتلولي وګټله.

دغه مطلب د ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي ریاست په خپله فېسبوک پاڼه کې خپور کړی دی.

سرچينه زياتوي، په کابل کې د افغانستان باولينګ کلپونو سيالۍ چې د سې شنبې له ورځې د “فرينډز” کلپ په کوربه‌توب پيل شوې وې، د هېواد درېيو زونونو “مرکز، شمال او غرب” ورزشکارانو په کې ګډون درلود.

سرچينه کاږي، په یادو لوبو کې ګډون کوونکو لوبغاړو په دوو پړاوونو کې ډله ییزو او حذفي مرحلو کې لوبې تر سره کړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې عظیم رحمتي او تمیم حسن زاده پایلوبې ته لار ومونده او عظیم رحمتي خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان د کلپونو جام اتلولي و ګټله.

 

 

Related Topics