ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
15 Oct 2022 - 17:50
تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
15 Oct 2022 - 17:50

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): تېره اونۍ په قطر کې د کابل او واشنګټن ناسته او د «سیکا» په غونډه کې افغانانو ته د تېرو جګړو تاوان پر ورکړه د پوتین د ټینګار ترڅنګ د میرضیایف له خوا د افغانستان ستونزې ته د نړۍوالې ډلې د جوړښت وړاندیز، د افغانستان په تړاو مهم خبرونه وو.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • پوتین: افغانستان ته باید د تېرو جګړو تاوان ورکړل شي.
  • میرضیایف: د افغانستان ستونزې حل ته دې نړۍواله ډله جوړه شي.
  • افغان او امریکایي چارواکو په قطر کې ناسته وکړه.
  • بېلابېلو سرچنیو یو ځل بیا له شپږم ټولګي د پورته ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه.
  • اروپایي ټولنه د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل غواړي، خو رسمیت پېژندنې ته یې شرطونه لري.
  • مجاهد: که امریکا د افغانستان او سیمې ثبات غواړي، باید د افغانستان له اوسني نظام سره مثبت تعامل وکړي
  • تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۸۰ میلیون امریکايي ډالرو دوه کڅوړې کابل ته راورسېدې.
  • سپینه ماڼۍ: په افغانستان کې د فضا له لارې امریکا او متحدینو ته یې متوجې «ترهګریز ګواښونه» په نښه کوو.
  • د امریکا لایحه: د افغانستان په ګډون په غیرجنګي سیمو کې د بې پیلیوټه الوتکو بریدونو محدودوو.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې چاودنې لږ تر لږه درې کسان ټپیان کړل او امنيتي ځواکونو په دغه ښار کې یو«وسله‌وال غل» وژلی دی. خو یوه عیني شاهد ویلي وو چې په دې چاودنه کې پنځه کسان ټپیان شوي، خو دوه یې سرسري وو او روغتون ته نه دي لېږدول شوي.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله والو په فارياب کې د دغه ولایت د اقتصاد رياست مشر او په پکتيکا، غور، سرپل او بادغيس ولایتونو کې یې یو، یو کس وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، په بلخ او هرات ولایتونو کې امنيتي کسانو درې «وسله وال غله» او په لغمان کې چاودنې دوه امنيتي کسان وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي.

راپورونه ښيي چې په ميدان‌وردګو کې يو مېرمنې د بنې لور (بنزۍ)، په پکتیا په رواني ناروغۍ اخته لمسي خپل نيکه، په تخار کې يوه کس خپل تره او په ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن او لور وژلي دي.

راپورونه ښيي چې په غزني کې د ځمکې د ملکیت پر سر د کوچیانو او امنیتي کسانو ترمنځ شخړه شوې چې له امله يې د امنیتي کسانو په ډزو اته کوچیان ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د سیکا غونډه

تېره اونۍ، د سیمه‌يیزو همکاریو پیاوړتیا، د سولې، امنیت او ثبات په موخه په اسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې لپاره د اقداماتو شپږمه نړۍواله غونډه په قزاقستان کې وشوه. د سیکا په نوم په دې غونډه کې د روسیې، ازبکستان، ایران او پاکستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو مشرانو او استازو ګډون وکړ او ویناوې یې وکړې.

د يادې غونډې ګډوالو په افغانستان کې د ثبات ترڅنګ د یوه ټولګډون حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غوڼده کې وویل چې د تېرو څو کلونو په جګړو کې افغانستان ته د اوښتو زیانونو له امله باید دغه هېواد ته تاوان ورکړل شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل، د افغانستان د ستونزې حل لپاره باید یوه نړۍواله ډله جوړه شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي بيا په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د یوه پراخ بنسټ حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف وویل چې یو سوله ییز، باثبات او پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت ټولې هغه ناستې چې د افغانستان مسایل په‌کې په یو نه یو ډول تر څېړنې او بحث لاندې نیسي، له افغانانو سره د همکارۍ په روحیه باندې ګامونه پورته کېږي او د افغانانو په ګټه وي او زموږ د هېواد په ګټه وي، ښه ګام دی.»

یاده غونډه (CICA) د یوه بین‌الحکومتي فورم په توګه د قزاقستان د وخت د ولسمشر نورسلطان نظربایف په غوښتنه په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو په ۴۷مه عمومي غونډه کې منل شوې او د افغانستان، پاکستان، هندوستان، چین، ایران، روسیې او ترکیې په ګډون یې ۲۷ اسیايي هېوادونه غړیتوب لري او د دغه کنفرانس سرمشریزه هر څلور کاله وروسته جوړیږي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه وکړه، اوکراین یې د اجنډا مهمه برخه وه، خو په غونډه کې پر افغانستان خبرې ونه شوې.

په دوحه کې د افغان او امريکا چارواکو ليدنه

تېره اونۍ، په لوړه کچه د امریکا او افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ په قطر کې ناسته وشوه؛ راپورونه ښيي چې د قطر په یاده ناسته کې د امریکا استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) مرستیال ډيوېډ کوهین د سرپرست حکومت د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.

دغه راز راپورونه د جزئیاتو له ورکولو پرته ښيي، د دغو خبرو موخه هم د بدګومانۍ لرې کول او د تورونو لګولو پر ځای د مخامخ خبرو له لارې د اختلافي ټکو حل ته د لارې موندل ښودل شوي دي.

د نجونو زدهکړو غبرګون کې د امريکا بنديزونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تېره اونۍ، د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل یوه ټویټ کې لیکلي: «امریکا په افغانستان کې پر هغو کسانو د بندیزونو لګولو لپاره ګام اخلي چې د ښځو او نجونو په ځپلو کې ښکېل دي. موږ به پر طالبانو او نورو فشار ته دوام ورکړو، څو د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته احترام وکړي.» خو بلېنکن د دغو بندیزونو د څرنګوالي وضاحت نه دی کړی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت وایي، امریکا د نجونو زده‌کړو ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه کوي، بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا له لوري د اسلامي امارت پر ځینو مشرانو د ویزو بندیزونه لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت، یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې ده. دغه راز، د بشري حقونو د څارنې مرستیاله هیدر بار له زده‌کړو د نجونو بې برخې کېدل د هېواد د راتلونکي لپاره زیانمن ګڼلي دي.

راپورونه ښيي چې د بادغیس یو شمېر دیني عالمانو او اوسېدونکو هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

خو ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې ویلي، هڅې روانې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه کار پیل شوی دی.

د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وویل، اروپایي ټولنه د «دروازو تړلو پر ځای» له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې پر رسمیت نه پېژني او غواړي چې دغه حکومت ځیني شرطونه پوره کړي. د ده په وینا، ټول‌ګډون سیاسي بهیر، د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانیستل کېدل، د ترهګریزو بریدونو په اړه د سرپرست حکومت ځواب ویونکی کېدل له یادو شرطونو دي.

دغه راز، ذبيح الله مجاهد په يوه ناسته کې وویل: «که امریکا هم له دې وروسته د افغانستان او سيمې ثبات غواړي، خپلې ګټې غواړي، هېوادونو ته ثبات راوړي؛ نو باید د افغانستان له فعلي نظام سره مثبت تعامل وکړي.»

د بشري مرستو دوام

راپورونه ښیي، روسیې له افغانستان سره د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي، جاپان د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د اوبو کانال جوړوي او په کابل کې د ياد هېواد سفیر تاکاشي اوکادا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۸۰ میلیون امریکايي ډالرو دوه کڅوړې کابل ته راورسېدې. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، په تېر یوه کال کې یې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.

راپورونه ښيي چې هند هم له افغانستان سره د روغتیایي توکو مرسته کړې او د يادو مرستو دیارلسمه کڅوړه یې په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون ته وسپارله.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون وویل، افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري. هغه له روسیې، چین او د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د بریټانیا، امریکا او اروپايي هېوادونو په څېر له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه

تېره اونۍ سپینې ماڼۍ وويل، که څه هم په افغانستان کې یې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې، خو هلته به د فضا له لارې هر هغه «ترهګریز ګواښ» په نښه کړي چې د امریکایانو او یا یې د متحدینو پر ضد شتون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن یوه لایحه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو عملیات په غیرجنګي سیمو لکه افغانستان، قبایلي سیمو، یمن او سومالیا کې تر ډېره محدود شي.

د امریکا ولسمشر د روان کال د زمري په اتمه وویل، د القاعده سازمان مشر ایمن الظواهري د دغه هېواد په بلازمېنه کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له منځه یووړل شو، خو کابل وویل چې دغه څرګندونې د یوې ادعا په حد کې دي او دوي په دې اړه څېړنه کوي.

د ریچارډ بینټ ماموریت له غځېدو سره د پاکستان او چین مخالفت

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ، خو پاکستان، چین او ونزویلا د هغه د ماموریت د دوام پر ضد رایې کارولې دي.

د دې شورا له ۴۷ غړو نهه ویشتو د بینټ ماموریت غځېدو ته مثبتې رایې ورکړې، خو پاکستان، چین او ونزویلا د بینټ ماموریت د دوام پر ضد رایې وکارولې او د ازبکستان او قطر په ګډون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۱۵ غړو ممتنع رایې ورکړې دي.

د چین استازي استدلال کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت باید خپل کار ته پرېښودل شي او په دغه هېواد کې د ځینو هېوادونو مخالفت د بحران باعث شوی دی.

په یاده شورا کې د پاکستان استازي ویلي چې په افغانستان کې لا هم د سولې او ثبات ټینګښت لپاره فرصت شته او زیاتوي چې د بینټ ماموریت تمدید د افغانستان ستونزې نه شي حل کولای.

Visits: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.