ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د فوټبال څوارلس ورځنۍ سیالۍ پيل شوې

زابل کې د فوټبال څوارلس ورځنۍ سیالۍ پيل شوې

author avatar
17 Oct 2022 - 17:47
زابل کې د فوټبال څوارلس ورځنۍ سیالۍ پيل شوې
author avatar
17 Oct 2022 - 17:47

کلات (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د زابل مرکز کلات کې د شېخ متي لېسې په لوبغالي کې د فوټبال د غوره لسو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې چې څوارلس ورځې به دوام وکړي.

د زابل د ورزش او بدني روزنې امریت اداري مدیر بلال‌احمد جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، د فوټبال دا سيالۍ د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په ملاتړ د پولیو/ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د یاد ولایت د فوټبال لسو غوره لوبډلو ګډون کړی دی.

دی وايي، دا سیالۍ به ځوانان د ورزش په څېر سالمې بوختیا ته وهڅوي او ترڅنګ به یې خلکو ته د پولیو واکسین په اړه پوهاوی هم ورکړل شي.

د یاد ولایت د فوټبال لوبغاړي د دغو سیالیو پر پیلېدو خوښي ښيي او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کوي.

د زابل فوټبال فدراسیون مشر سید اغا ستانکزي وویل، په دغه ولایت کې فوټبال ډېر مینه‌وال لري او د پخوا په پرتله یې وده کړې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، په مرکز کلات کې د فوټبال ۲۸ او په شاه‌جوۍ ولسوالۍ کې د فوټبال ۲۰ لوبډلې ورسره ثبت دي چې ټولټال ۳۵۰ لوبغاړي لري.

د یاد ولایت د شېخ متي فوټبال لوبډلې لوبغاړي رحمت‌الله تسل وویل، د دغو لوبو په لړ کې به غوره لوبغاړي په نښه او په نورو ولایتونو کې به د سیالۍ کولو زمینه ورته برابره شي.

ده غوښتنه وکړه چې دغه‌راز سیالۍ دې ډېرې شي او د مرکز ترڅنګ دې په ولسوالیو کې هم جوړې شي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د زابل ولایت په شاه‌جوۍ ولسوالۍ کې هم د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د دغې ولسوالۍ د ۸ غوره کرکټ لوبډلو سیالۍ ترمنځ پیل شوې چې لس ورځې به دوام ولري.

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.