ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ۱۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې

زابل کې د ۱۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې

author avatar
1 Nov 2022 - 17:02
زابل کې د ۱۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې
author avatar
1 Nov 2022 - 17:02

کلات (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): په زابل کې د ۱۲۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو چارې پيل شوې.

د زابل د پوهنې رییس مولوي محمد‌عثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي لګښت او د لوی کندهار د بیاودانولو موسسې/ LKRO په تخنیکي همکارۍ په مرکز کلات، ښار صفا او شاه‌جوۍ ولسوالیو کې د ۱۵ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو ښوونځیو پر بیارغونې- چې د ودانیو رنګول، د ټولګیو او اوبو سیسټم جوړول په کې شامل دي- ۱۲۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي.

دی وايي، په دې توګه به زده‌کوونکو ته د زده‌کړې غوره چاپېریال برابر شي او ټولې هغه ستونزې به یې حل شي چې مخکې ورسره مخامخ وو.

ده خبر ورکړ چې د زابل د پوهنې ریاست په پام کې لري څو په راتلونکې کې د یو شمېر مرستندویه ادارو په همکارۍ په دغه ولایت کې ۸۰ نوي ښوونځي پرانیزي او ودانۍ ورته جوړې کړي.

خلک او زده‌کوونکي خوښ دي چې د ښوونځيو ودانۍ بیارغول کېږي.

د مرکز کلات د رحماني ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکي محمد‌جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، ټولګي یې سم نه وو جوړ شوي، دروازې او کړکۍ یې نه لرلې چې په دوبي کې یې له ګرمۍ او په ژمي کې یې له یخنۍ سمې زده‌کړې نه شوای کولای، خو اوس به یې دا ستونزې حل شي.

ده غوښتنه وکړه چې د ښوونځي ودانۍ دې یې په معیاري توګه ورغول شي څو په ښه چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي حمزه هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ښوونځیو ودانۍ په بد حالت کې وې او له ډېره وخته یې بیارغونې ته اړتیا لرله.

ده د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې څخه مننه وکړه چې دې مهمې اړتیا ته یې پام وکړ او د ښوونځیو د ودانیو د ترمیم لپاره یې اقدام وکړ.

نوموړی غوښتنه کوي چې د مرکز کلات ترڅنګ دې په ولسوالیو کې هم ښوونځيو ته پاملرنه ډېره شي څو هلته هم ماشومانو ته د زده‌کړې ښه چاپېریال برابر شي.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.