ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو ګمرکي تعرفه صفر ته ټیټوي

چین د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو ګمرکي تعرفه صفر ته ټیټوي

author avatar
11 Nov 2022 - 16:06
چین د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو ګمرکي تعرفه صفر ته ټیټوي
author avatar
11 Nov 2022 - 16:06

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): په کابل کې د چین سفیر وايي، د راتلونکې لیندۍ میاشتې له لسمې وروسته هېواد یې د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو ګمرګي تعرفه صفر ته ټيټوي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو پخپله ټویټرپاڼه کې د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې دغه کار به د روان زېږدیز کال د ډسمبر له لومړۍ (د لیندۍ لسمه) څخه اجرا شي.

هغه لیکلي چې چین ته د افغانستان صادرات به نږدې په بشپړ ډول له ګمرکي تعرفې معاف شي.

د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه د دوه اړخیزې ګټې د طرحې پلې کولو پر اساس ګټوره ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات ډېر شوي او ټاکل شوې چې روان کال ۱۰ زره ټنه جلغوزي چین او نورو هېوادونو ته صادر شي.

 

Visits: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.