ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
12 Nov 2022 - 17:45
تېره اونۍ افغانستان کې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
12 Nov 2022 - 17:45

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): تېره اونۍ، ملګرو ملتونو په یوه پرېکړه‌لیک کې د افغان ښځو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ، له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند وغندل شو او بېلابېلو سرچینو له افغانستان سره د ۷۰ میلیون ډالر مرستې اعلان وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • ملګري ملتونه: کابل دې «د نجونو او ښځو پر بشري حقونو محدودکوونکې تګلارې» لغوه کړي.
  • د مسکو فارمټ غونډه د کابل له استازو پرته جوړېږي.
  • بېلابېلو سرچینو له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند وغنده.
  • اروپايي ټولنه، ناروې، اغاخان بنسټ او ډبلیو‌ایچ‌او له افغانستان سره ټولټال شاوخوا ۷۰ میلیوڼ دالر مرسته کوي.
  • تېره اونۍ د بشري مرستو په دوام کې ۸۰ میلیون نور ډالر کابل ته راورسېدل.
  • چین د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو ګمرګي تعرفه صفر ته ټيټوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

راپورونه ښیي چې ناپېژاندو وسله‌والو په سرپل کې دوه کسان وژلي او چارواکي وایي، په کونړ کې یو کس چې له ځان سره یې په ناقانونه توګه تومانچه ګرځوله، پولیسو غوښتل چې ويې نیسي خو هغه د تېښتې په موخه ډزې کړې دي چې له امله يې یو عام کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه‌راز ځايي چارواکي وايي، په کونړ کې د داعش ډلې دوه کسان وژل شوي او امنيتي ځواکونو بيا په بلخ کې یو «غل» چې غوښتل یې وتښتي، وژلی دی.

همداراز د راپورونو له مخې، په بدخشان کې يوه کس خپل د تره زوی چې د محلي پوليسو يو قوماندان و، وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غونډه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ځانګړې غونډه تېره اونۍ (د لړم په ۱۹مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۶یمې کلنۍ غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.

د راپورونو له مخې، د يادې ناستې ګډونوالو د غونډې په پای کې یو پرېکړه‌لیک خپور کړ چې په کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې «د نجونو او ښځو بشري حقونو او ازادیو محدودکوونکې تګلارې او مقررات» لغوه کړي. ياد پرېکړه‌ليک له ۱۱۶ موافقو رایو سره تصویب شوی، خو پاکستان، چین او روسیې ممتنع رایه ورکړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انجي لیندرتس وویل چې دا پرېکړه‌لیک د کابل حکومت ته ښکاره پیغام لري او هغه دا چې د دغو اقداماتو له ترسره کېدو پرته یې حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور به ګامونه نه اخیستل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي رویندرا په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ويې ویل، په افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې د لږکیو په ګډون د ټولو حقونه په کې خوندي وي او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مقابله وکړای شي.

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې سفیر اولوف اسکوګ بیا په یاده ناسته کې ویلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته ژمنه ده.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ویلي چې د ښځو په ګډون د ټولو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمن دي.

د مسکو فارمټ غونډه

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په ګډون د روانې نومبر میاشتې په ۱۶مه په مسکو کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استاز ضمير کابلوف ویلي و، په مسکو کې به ياده مشورتي غونډه د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي له ګډون پرته تر سره شي.

خو د افغانستان د بهرنيو وزارت وویل، په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي دي.

سرچينه زياتوي: «له نېکه‌مرغه، افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري او په دې توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په مؤثر ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کي مثبت تعامل ولري. په دې اساس، په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلی، د افغانستان سرپرست حکومت ځکه د مسکو ناستې ته نه دی بلل شوی چې د اصلاحاتو راوستلو په اړه یې له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

تېر کال د اکتوبر په شلمه، مسکو کې په ورته جوړې شوې غونډه کې د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.

پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند

د راپورنو له مخې، له څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي او بندیانوي یې.

راپورونه ښيي، د پاکستان حکومت په دغه ايالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۲۲۲ افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي او بنديان کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند غندلی او د پاکستان له حکومته یې په کلکه غوښتي چې مخنیوی یې وکړي او د تکرار مخه یې ونیسي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندلی او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه‌راز، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، د افغان کډوالو لومړني حقونه دې ورکړل شي او د هغوی پر وړاندې دې روان تاوتریخوالی بند شي.

له افغانستان سره مرستې

راپورونه ښيي، ناروې په افغانستان کې له اړو خلکو سره ۸ میلیون کرون (۷۵۰زره امريکايي ډالر) او اروپایي ټولنې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د ۵۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده؛  د روغتيا نړۍوال سازمان په ژمي کې افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته څه باندې لس میلیون امریکایي ډالر ځانګړي کړي او بریتانیا د اغاخان بنسټ له لارې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او کاري زمینو برابرولو برخو کې څه باندې ۱۱ میلیون پونډه لګوي.

تېره اونۍ د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې د ۸۰ میلیون امریکايي ډالرو دوې کڅوړې کابل ته راورسېدې. راپورونه ښيي چې په تېر یوه کال کې شاوخوا یو نيم میلیارد امریکایي ډالر افغانستان ته راوړل شوي دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ويلي، هېواد یې د راتلونکې لیندۍ میاشتې له لسمې وروسته د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتي توکو ګمرکي تعرفه صفر ته ټيټوي.

په دې وروستیو کې چین ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات ډېر شوي او ټاکل شوې چې روان کال ۱۰ زره ټنه جلغوزي چین او نورو هېوادونو ته صادر شي.

Visits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.