ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
19 Nov 2022 - 17:32
تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
19 Nov 2022 - 17:32

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): تېره اونۍ، ځینو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت ټینګار وکړ، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانیستل شو او له افغانستان سره د ۷۹ میلیون یورو مرستې ژمنه وشوه.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د مسکو په ناسته کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او له ترهګرۍ سره پر جدي کړنو ټینګار وشو.
  • حکومت: د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي.
  • افغان چارواکي: د حکومت ټول‌ګډونوالي ته پاملرنه کوي او هیڅ هېواد ته له افغانستانه ګواښ نشته.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، سرپرست حکومت ته د نړۍ زغم پر ختمېدو بولي خو وايي، اړیکې باید ورسره وساتل شي.
  • ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان افغانستان کې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار وکړ.
  • کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانیستل شو.
  • افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالر راورسېدل او د ۷۹ میلیون یورو مرستې ژمنه ورسره وشوه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۶ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، په کابل او هرات کې د داعش ډلې لس کسان وژل شوي دي.

دغه‌راز پخ لغمان کې چارواکو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د دغه ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې یو زوم او ناوې وژل شوي او قاتل یې نیول شوی دی.

همداراز د راپورونو له مخې، د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی او په فارياب کې یوه شپږ کلنه نجلۍ پر ټوپک د لوبو پرمهال د ناڅاپي ډز له امله وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې، په پکتیا کې د يوې ښځې او په لوګر کې د یوه سړي مړی موندل شوى، په کاپيسا کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او ناپېژاندو وسله‌والو په کابل کې د یوه ملاامام په ګډون دوه کسان په ډزو وژلي دي.

دغه‌‌راز ځايي چارواکي وايي، په بلخ کې چادونې پنځه کسان ټپيان کړي او فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله درېيو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه ښيي، په بغلان کې یوه کس پر دوو کسانو ډزې کړې، یو یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی، په فارياب کې يو کس خپل پلار او تره وژلي او ننګرهار کې د دوو کورنيو د شخړې له امله يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د مسکو ناسته

د افغانستان په تړاو د مسکو غونډه چې – د لړم په ۲۵مه جوړه شوه ـ پکې د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان، قزاقستان او روسیې استازو ګډون کړی و او د ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان استازو د ناظرینو په توګه برخه اخیستې وه، خو د افغانستان د سرپرست حکومت استازی دغې ناستې ته نه و بلل شوی.

د راپورنو له مخې، د مسکو ناستې ګډونوالو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو د ټینګار ترڅنګ، د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د «ترهګرو ډلو» د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغې غونډې ته پخپلې پرانیستونکې وینا کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي : «زموږ ځانګړې اندېښنه د افغانستان په شمالي سیمو کې چې زموږ د مرکزي آسیا له شریکانو سره ګډه پوله لري، د داعش د پاتې نفوذ په اړه ده.»

د افغانستان سرپرست حکومت د مسکو غونډې په تړاو ویلي، هېڅ هېواد ته له افغانستان څخه ګواښ متوجه نه دی، د افغانستان په باب د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي، هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي او د سیمې له نورو هېوادونو هم هیله لري چې خپله خاوره او فضا د افغانستان پر خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ورنه کړي.

سرچينه زياتوي چې د افغانستان اسلامي امارت د مسکو په ناسته کې پر سوله‌ییز، متحد، خپلواک، ناپېیلې او له اقتصادي پلوه پرمختللي افغانستان ټینګار د ستاینې وړ دریځ بولي.

پر ټولګډونه حکومت ټينګار

د مسکو ناستې په څنډه کې د ایران، هند او روسیې استازو هم د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې او د افغانستان پر ثبات، امنیت او د یوه داسې ټولګډونه حکومت پر اړتیا ټینګار کړی چې په کې ټولو قومونو ته ونډه ورکړل شوې وي.

راپورونه ښيي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل هم په فاریاب کې د دغه ولایت د مدني ټولنې له استازو، ولایتي چارواکو او یو شمېر نورو کسانو سره د ليدنې پر مهال ویلي، سوله‌ییز او باثبات افغانستان داسې ټول‌شموله سیاسي بهیرونو ته اړتیا لري چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ولري.

دغه‌راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن به په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړولو او د افغانانو د اساسي حقونو تامین لپاره له ټولو سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو لارو چارو کار واخلي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وویل:«اسلامي امارت د شمولیت او نورو موضوعګانو ته پاملرنه لرلې او لا یې هم لري، دا د افغانانو کورنۍ مسله ده، په دې برخه کې بهرنی فشار یا فرمایشونه معقول نه دي. اسلامي امارت په ځلونو ویلي چې نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو  چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي، د نړۍوالې ټولنې له هغه دریځه ملاتړ کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

زرداري ويلي، حکومت یې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستې لپاره له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې همکارۍ د جاري ساتلو په موخه خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

نوموړي ویلي: «طالبانو ته د نړۍ زغم په ختمېدو دی، خو له دې ننګونو سره سره موږ غوښتنه او ټینګار کوو چې له [افغانستان سره] دې اړیکو ته دوام ورکړل شي، موږ باید پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړو.»

د ښځو حقونه

وروسته له هغه چې د افغانستان سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پارکونو، حمامونو او ورزش کلبونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز اعلان کړ، يو شمېر نړۍوالو بنسټونو په دې اړه غبرګونونه وښودل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په دې تړاو ویلي چې د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي وي، په تېره بیا ښځې باید د عمومي ژوند ټولو بڼو او نجونې زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

دغه‌راز، د بښنې نړۍوال سازمان هم یادو محدودیتونو ته په غبرګون کې ویلي چې عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز د هغوی پر حقونو ګوزار دی.

تردې وړاندې، د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي و، دوی په تېرو ۱۵ میاشتو کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ چې د ښځو لپاره پارکونه او ورزشي کلبونه بند نه کړي، خو زیاتوي چې خلکو د ښځو او سړیو ترمنځ د جلاوالي لپاره د صادرو شوو حکمونو پروا نه کوله او مېرمنو هم هغه شان حجاب نه مراعتوه چې ورته امر شوی و.

کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته

دغه دفتر تېره اونۍ پرانیستل شو او د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان فعال ماموریت په افغانستان کې د څو اړخیز تعامل لپاره مهم وباله.

هغه وویل، دغه سازمان چمتو دی چې د بشري او پراختيايي مرستو رسولو په چارو کې خپله ونډه سرته ورسوي او همداراز تمه کېږي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې، سوکالۍ او امنیت په برخو کې هر اړخیزو همکاریو او بشري مرستو ته زمینه برابره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل چې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر په مټ به د افغانستان او اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي او ورسره به د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو ترڅنګ سیاسي مسایلو کې هم ښه رول ولوبوي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، اروپايي ټولنې وویل چې ۱۵ هېوادونو ته یې د خوراکي توکو رسولو لپاره ۲۱۰ میلیون یورو ځانګړې کړې او له دې پیسو به ۷۵ میلیونه افغانستان ته ورکړي. يادې ټولنې له افغانستان سره د ۳۶ ټنه درملو او طبي توکو مرسته هم اعلان کړه. په ورته مهال، فنلنډ هم له افغانستان سره د څلور میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.

دغه‌راز، تېره اونۍ، د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله بسته کابل ته راورسېده. د پژواک موندنې ښیي چې له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۵ کڅوړو کې څه باندې یونیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

همداراز د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان په لرو سیمو کې د را روان ژمي لپاره د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي څو په ژمي کې د لارو بندېدو په صورت کې له هغو استفاده وکړي.

د کورنیو او بهرنیو چارواکو لیدنې او څرګندونې

تېره اونۍ، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې وویل، د افغانستان نوي سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اهمیت په سترګه ګوري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي له مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي استازي طارق علی بخیت سره د ليدنې پر مهال، په هېواد کې د افغانانو ترمنځ ملي ډیالوګ اړین وباله او پر ژر پیلېدو یې ټینګار وکړ.

د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج‌الدين حقاني د بي‌بي‌سي جنوبي اسیا څانګې له مشرې جیکي مارټینز سره په لیدنه کې، د نړۍوالو رسنيو پر بې‌پرې پراخ پوښښ د ټينګار ترڅنګ وویل چې نړۍوالي رسنۍ د افغانستان ځینو غیرسیاسي او داخلي مسایلو ته سیاسي رنګ ورکوي.

پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند

د راپورنو له مخې، له څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي او بندیانوي یې.

تېره اونۍ، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې سند نه لرونکو افغانانو او ټولو بهرنيانو ته چې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې د روان زېږديز کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.

د پژواک د ټویټرسپېس (تناظر خپرونه) کې د چارو شنونکو او د بحث ګډونوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورونو او نیولو په اړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جدي خبرو ټنیګار وکړ، ویې ویل چې اړوند نړۍوال بنسټونه دې پر پاکستان فشار راوړوي څو د دې ستونزې مخه ونیول شي.

د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال محسن داوړ وایي، په پاکستان کې له افغانانو سره ډېر بد چلند کېږي، دوی له مجبورۍ دلته راغلي او پر وړاندې یې ټوله نړۍ مجرمه ده.

په ورته مهال، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له پاکستانه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او که اړتیا وي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې همکاري وکړي.

تېره اونۍ، د بشري حقونو د څار بنسټ وویل، ترکيې څه باندې ۴۴ زره افغان پناه‌غوښتونکي د هغوی د اسنادو له څېړلو او دلایلو له اورېدو پرته او ډېری یې په وهلو ټکولو له خپل هېواده اېستلي دي.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.