ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو

جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو

author avatar
25 Nov 2022 - 02:54
جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو
author avatar
25 Nov 2022 - 02:54

اټلانټا (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان حکومت له څو میاشتو ناندریو وروسته جنرال عاصم منیر د جنرال قمر باجوه پر ځای د پوځ نوی مشر ټاکلی دی.

جنرال قمر باجوه چې د شپږو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ مشر و، راتلونکې اونۍ متقاعد کېږي.

د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ د قواعدو او ضوابطو له مخې، شپږ هغه جنرالان چې په پوځ کې یې ډېره دنده ترسره کړې وي، لیست یې د دفاع وزارت ته لېږل کېږي او بیا له هغو یو یې د پوځ د مشر په توګه ټاکل کېږي.

د دفاع وزارت بیا یاد لېست لومړي وزیر ته لېږي او هغه په کې یو کس انتخابوي او بیا یې ولسمشر ته لېږي، څو د هغه له منظورۍ وروسته یې د ټاکلو اعلامیه رسماً خپره شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شپږو کسانو له لېسته جنرال عاصم منیر انتخاب کړی او ولسمشر ته یې د منظورۍ لپاره لیږلی و چې د هغه له خوا منظور او نن یې رسماً اعلان د پوځ د مشر په توګه اعلان کړ.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاست کې مهم رول لري او نېغ په نېغه یې په ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د څه باندې دېرشو کلونو لپاره پر دغه هېواد واکمني کړې ده.

د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي چارو کې پر مداخلې او د وسله والو مخالفینو پر ملاتړ تورن دی خو پاکستان بیا تل د افغانستان په چارو کې له مداخلې انکار کړی دی.

Visits: 329

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.