ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اولمپیک نړۍواله کمېټه: که افغانستان ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورنه کړي، اړیکې ورسره پرې کوو

د اولمپیک نړۍواله کمېټه: که افغانستان ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورنه کړي، اړیکې ورسره پرې کوو

author avatar
7 Dec 2022 - 07:23
د اولمپیک نړۍواله کمېټه: که افغانستان ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورنه کړي، اړیکې ورسره پرې کوو
author avatar
7 Dec 2022 - 07:23

اټلانټا (پژواک ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۱): د اولمپیک نړۍوالې کمېټې افغانستان ته خبرداری ورکړی چې که لوبو کې ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورنه کړي، نو ورسره به اړیکې پرې کړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کېدای شي دا بنسټ د ۲۰۲۴ کال له المپیک مخکې افغانستان سره کار کول ودروي.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان د المپیک له ملي کمیتې سره به د هغوی ملاتړ په “خوندي او پراخ شکل” مېرمنو ته د سپورت کولو د اجازې او په سپورتي چارو کې د هغوی د ونډې اخیستلو په ګډون، په شرایطو پورې اړه ولري.

په نړیوالو ورزشي پروګرامونو کې د افغانستان ټیمونه باید په بهر کې د میشتو افغان ورزشکارانو په ګډون، هغه ښځینه ورزشکارانې هم ولري چې په افغانستان کې ژوند کوي.

د المپیک د نړیوالې کمیتې بورډ څرګنده کړې چې یاد بنسټ” په افغانستان کې پر میرمنو او ځوانو نجونو د افغان چارواکو له خوا په وروستیو لګیدو محدودیتونو جدي اندیښنه ښوولې او په کلکه یې غندلي دي، کوم چې په هیواد کې یې له ورزشي تمرینونو بې برخې کوي.”

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به په راتلونکو المپیکي لوبو کې د افغانستان ګډون او استازیتوب او یا هم نه ګډون په هغه هیواد کې په خوندي شکل سپورت کولو ته د مېرمنو او ځوانو نجونو د لاسرسي په شان بنسټیزو مسایلو په برخه کې له پرمختګ سره تړاو ولري.

دا تر اوسه نه ده روښانه چې د المپیک نړیواله کمیټه به ممکن څه وخت نوي اقدامات تطبیق کړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې په افغانستان کې به له هغو ورزشکارانو څخه مستقیم ملاتړ ته دوام ورکړي چې په المپیک کې سیالي کوي.

افغانستان د جاپان د توکیو په تیرو المپیکي لوبو کې د څلورو نارینه وو او یوې میرمنې یو ټیم درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان پرون د المپیک له نړیوالې کمیتې وغوښتل چې ډیر ژر په ورزشي لوبو کې د افغانستان ګډون وځنډوي او خپل مالي ملاتړ بند کړي.

د المپیک نړیواله کمیټه په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، پر افغان میرمنو او نجونو محدودیتونه وضع شوي دي.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 205

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.