ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مراکش او پرتګال بریا سره د فوټبال نړۍوال جام د کوارټر فاینل اته لوبډلې معلومې شوې

د مراکش او پرتګال بریا سره د فوټبال نړۍوال جام د کوارټر فاینل اته لوبډلې معلومې شوې

author avatar
7 Dec 2022 - 02:41
د مراکش او پرتګال بریا سره د فوټبال نړۍوال جام د کوارټر فاینل اته لوبډلې معلومې شوې
author avatar
7 Dec 2022 - 02:41

اټلانټا (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱)‍‍: د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې مراکش هسپانیې او پرتګال سویس ته په ماتې ورکولو سره کوارټر فاینل ته لاره وموندل او دغه راز ددویم پړاو سیالۍ هم پای ته ورسېدې.

د سه شنبې په ورځ د دویم پړاو سیالیو لومړۍ د وروستۍ ورځې لومړۍ لوبه د مراکش او هسپانیې ترمنځ ترسره شوه، دواړو لوبډلو د ګول وهلو ډیره هڅه وکړه خو تر ۹۰مې دقیقې پورې بریالي نه شول، وروسته بیا ۳۰ دقیقې اضافي وخت هم ورکړل شو، خو یوې لوبډلې هم د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه.

وروسته لوبڅارانو دواړو لوبډلو پنځه پنځه پنلټي شوټونه ورکړل چې مراکش درې پر صفر هسپانیې ته ماتې ورکړه او د خپل فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یې کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.

د ورځې دویمه لوبه، د پرتګال او سویس ترمنخ ترسره شوه، چې پرتګال شپږ پر یو ستر توپیر سره وګټله، د پرتګال راموس لومړی لوبغاړی شو، چې په روان نړیوال جام  کې یې په یوه لوبه کې درې ګولونه ووهل.

د نن ورځو لوبو سره ددویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې او اته لوبډلې کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.

کوارټر ته فرانسه، انګلستان، ارجنټاین، نیدرلنډ، برازیل ،کروشیا ، پرتګال او مارکش وتلي دي.

په کوارټر کې لومړۍ لوبه د کروشیا او برازیل ترمنځ دویمه لوبه د نیدرلینډ او ارجنټاین ترمنځ ، درېیمه لوبه به د مراکش او پرتګال او څلورمه لوبه به دانګلستان او فرانسې ترمنځ ترسره شوه.

د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون، د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، په قطر کې پیل شوې دي.

 

Visits: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.