ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت د مالیزیايي غوړیو بیه لوېدلې ده

د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت د مالیزیايي غوړیو بیه لوېدلې ده

author avatar
24 Dec 2022 - 14:55
د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت د مالیزیايي غوړیو بیه لوېدلې ده
author avatar
24 Dec 2022 - 14:55

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د تېلو بیه څه باندې ۴ سلنه لوړه شوې خو د مالیزیايي غوړیو بیه ټیټه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۰ څخه ۷۵ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۸۹ څخه ۹۱ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د تېلو بیې لوړېدو په اړه وویل، پر دې سربېره چې د تېلو بیې په نړۍوالو بازارونو کې لوړې شوې، په هېواد کې هم په سالنګ تونل کې د اورلګېدنې او مواصلاتي لارو بندېدو له امله د هغو په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، سالنګ تونل چې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي – د تېرې لېندۍ میاشتې په ۲۷مه پکې د تخنیکي ستونزې له امله د سون توکو یو موټر چپه او اور یې واخیست.

خو د کابل په کلوله پشته سیمه کې د اوبلن ګاز پلورونکي محمدشریف وویل، د تېرې شنبې په پرتله نن یو کیلوګرام ګاز بیه له ۶۳ څخه ۶۲ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د مالیزیايي غوړیو بیه ټیټه شوې ده

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمری صافی وايي، د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېتر مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د مالیزیايي غوړیو بیه په مالیزیا کې یې د بیې او هېواد ته یې د وارداتو ډېرېدو له امله ټیټه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، د ۲۴.۵ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو د پرچون پلور بیه د هغو له عمده بیې سره په ځینو مواردو کې ډېره او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ ساحه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، د ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغاني پلورل کېږي.

د سرو زرو یبې پر خپل ځای پاتې دي.

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې حاجي حامد صالح‌‌زاده د سرو زرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل چې د سرو زرو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د هغه د معلوماتو له مخې، نن هم لکه تېرې شنبې په څېر د یو ګرام عیار ۷۵۰ عربي سرو زرو بیه ۴۱۵۰ افغانۍ او یو ګرام عیار ٥٨٥ روسي سرو زر په ۳۳۲۰  افغانۍ پلوري.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، نن هم لکه ۷ ورځې مخکې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۲۰۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۳۰۰  افغانۍ پلوري.

د اسعارو بیې

د کابل په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر پېرلو ارزښت ۸۸.۷۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې لېندۍ‎ میاشتې په ۲۶مه د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۶۰ افغاني بدلېدې.

Visits: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.