ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د کشک کهنه اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي

د هرات د کشک کهنه اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
15 Jan 2023 - 14:40
د هرات د کشک کهنه اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
15 Jan 2023 - 14:40

هرات (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د هرات د کشک‌ کهنه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې لومړنیو امکاناتو لکه سړک، ښوونځي، روغتیايي مرکزونو او د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

کشک کهنه د هرات له مرکزه یوه نسبتاْ لرې پرته ولسوالي ده چې له ښار سره ۹۵ کیلومتره واټن لري.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعارف جمشیدي له پژواک سره په خبرو کې وویل، دغه ولسوالي له مرکزه اوږد واټن لري او له کلونو راهیسې له امکاناتو بې‌برخې ده.

هغه زیاتوي، یوه ستونزه یې د معیاري سړک نشتوالی دی چې له امله یې خلک د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، په ژمي کې او د واورې او باران له ورېدو سره هم‌مهاله پر دغه لار تګ راتګ نور هم ستونزمن کېږي او ډېری ناروغ‌لرونکي نه شي کولای چې خپل ناروغان پر وخت ښار ته ولېږدوي.

د کشک کهنه بل اوسېدونکی عبدالله وايي، د دغې ولسوالۍ لرې واټن او خرابه لار د دې لامل شوی چې د ده په ګډون نور ناروغ‌لرونکي هم روغتیايي مرکزونو ته د تګ پرمهال له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، د روغتیايي مرکزونو نشتوالي له امله د یادې ولسوالۍ ډېر خلک په ښار کې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي او دا په داسې حال کې ده چې په ټول کشک کهنه ولسوالۍ کې یو متر پوخ سړک هم نشته.

په ورته مهال، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له مرکز سره د نښلېدلي عمومي سړک د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي، د دغه سړک په جوړېدو سره به زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

په همدې حال کې، د ساتنې او مراقبت امر انجنیر محمدمحب قتالي وايي، تېر کال د دغې ولسوالۍ پر ۴۷ کیلومتره سړک جغل اچول شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه سړک په شقي سیمه کې د رباط سنګي ولسوالۍ له سړکه جلا کېږي او تر ولسوالۍ پورې ۵۵ کیلومتر خام دی.

قتالي زیاتوي، جغل‌کاري د شپږ میاشتو لپاره کار کوي، له هغه وروسته بېرته لومړني حالت ته ځي او دا مهال یې شپږ میاشتې پوره شوې دي.

بل‌خوا، د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په یاده ولسوالۍ کې د برېښنا او پاکو اوبو ستونزه هواره شوې او د دغه سړک د قیرکولو پلان هم لري.

د هرات د سیمه‌ییزې ادارې ویاند مولوي حمیدالله متوکل له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د یاد سړک د نه قیر کېدو یوازینی لامل د بودجې کموالی دی.

هغه هیله څرګندوي چې راتلونکی ۱۴۰۲ کال به د ټولګټو وزارت له لوري بودجه ورکړل شي چې د دغه سړک د پخېدو کار به هم پیل شي، دغه موضوع د هرات د سیمه‌ییزې ادارې له لوري هم تر څېړنې لاندې ده.

د یادونې ده، کشک کهنه ولسوالي د هرات په شمال کې له ترکمنستان هېواد او بادغيس ولايت سره ګډه پوله لري او د هرات له نسبتاً لرې ولسواليو څخه ده چې ډېری اوسېدونکي يې پر کرنې بوخت دي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.