ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي او سوداګر: د سپین بولدک – چمن پر لار سوداګري ډېره شوې

چارواکي او سوداګر: د سپین بولدک – چمن پر لار سوداګري ډېره شوې

author avatar
22 Jan 2023 - 16:49
چارواکي او سوداګر: د سپین بولدک – چمن پر لار سوداګري ډېره شوې
author avatar
22 Jan 2023 - 16:49

کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار چارواکي او سوداګر وايي، په دې وروستیو کې د سپين بولدک- چمن پر لار ستونزې حل شوې چې د پخوا په پرتله سوداګري ورسره ډېره شوې ده.

مخکې خلکو او سوداګرو شکایت کاوه چې پر دغه لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مهال په یوه او بله پلمه ستونزې ورته جوړېږي او ځورول کېږي.

خو د سپین بولدک ولسوال حاجي ملا اغاجان وايي، اوسمهال تر ډېره دا ستونزې حل شوې، کاروبار تر پخوا وده کړې او له دې لارې له نورې نړۍ سره سوداګري ډېره شوې ده.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د سپين بولدک- چمن پر لار هره ورځ شاوخوا درې سوه سوداګریز موټرونه د صادراتو او وارداتو په موخه تګ راتګ کوي.

هغه وايي، اوسمهال هره ورځ شل زره کسان پر دې لار تګ راتګ کوي چې ډېری یې سوداګري کوي او یا د مسافرو توکي وړي او راوړي.

هغه پر یاده لار د ستونزو په اړه وویل، کله کله ستونزې رامنځته کېږي خو «اسلامي امارت» هر وخت هڅه کړې چې حل یې کړي او خلکو ته زیان و نه رسېږي.

بلخوا سوداګر وایي، که څه هم دا مهال د سپین بولدک-چمن پر لار ستونزې نشته خو دغه لار دې ۲۴ ساعته پرانیستل شي او د سوداګریزو مالونو موټرونو ته دې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد صادق وایي، دا مهال سوداګریزو موټرونو ته پر یاده لار اته ساعته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي او نور وخت د پاکستان له خوا بنده وي.

هغه زیاته کړه، که څه هم سوداګرو هر وخت غوښتنه کړې چې یاده لار باید ۲۴ ساعته خلاصه وي، خو د دوی غوښتنه د پاکستاني لوري له خوا نه ده منل شوې.

نوموړي وویل: «اوس خو کومه ستونزه نشته، سوداګري پر دې لار زیاته شوې ده خو د پاکستان په خوا کې لا هم کله کله مشکلات رامنځ ته کېږي، یا موټرونو ته اجازه نه ورکوي او یا نور مشکلات ورته جوړېږي او د دروازې په اړه خو موږ هر وخت غوښتنه کړې ده چې باید ۲۴ ساعته خلاصه وي.»

پر سپین بولدک- چمن لار د باروړونکو موټرو چلوونکي هم وایي، که لاره په دوامداره توګه خلاصه وي نو دوی به له ځنډ او خنډ سره نه مخ کېږي.

د سید احمد‌شاه په نوم یوه موټرچلوونکي پژواک اژانس ته وویل، کله چې له نورو ولایتونو د کندهار سپین بولدک ته رسېږي نو د لارې تر پرانیستې سلګونه موټر ولاړ وي.

ده زیاته کړه: «د افغانستان خوا ته ستونزه نه لرو، خو د پاکستان له خوا ځیني وخت ستونزې جوړېږي او که لار دوامداره خلاصه شي نو ډېر به ښه وي.»

هغه کسان چې پر یاده لار پلي تګ راتګ او سوداګري کوي هم وايي، دا مهال کومه ستونزه نشته او د دوی لپاره ځانګړی وخت ټاکل شوی چې د ماسپښین له دوو بجو څخه پیلېږي.

د عبدالوارث په نوم یو سوداګر وایي، لا هم د پاکستاني لوري له خوا مسافرو او هغو کسانو ته چې توکي وړي او راوړي ستونزې جوړېږي، ځوروي یې او پیسې ترې اخلي.

ده زیاته کړه: «اوس تر پخوا حالت ښه دی خو بیا هم د پاکستان ملیشه خلک په تکلیفوي، هم مسافرو ته او هم موږ لغړیانو ته مشکلات جوړوي، پر تذکره مو هم کله کله نه پرېږدي.»

که څه هم پاکستاني لوري هر وخت  له افغان چارواکو او سوداګرو سره په ناستو کې ژمنې کړې چې پر یاده لار به مسافرو او سوداګرۍ ته ستونزې نه جوړوي خو د سوداګرو په خبره، پاکستاني لوري کله هم په بشپړه توګه خپلې ژمنې عملي کړې نه دي.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.