ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د هندۍ بورې بيه لوېدلې ده

کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د هندۍ بورې بيه لوېدلې ده

author avatar
28 Jan 2023 - 13:13
کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله د هندۍ بورې بيه لوېدلې ده
author avatar
28 Jan 2023 - 13:13

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د اووه ورځې مخکې په پرتله، د هندۍ بورې بيه لوېدلې خو د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي پژواک اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کيلوګرامه هندۍ بورې عمده پلور بيه له ۲۸۵۰ څخه ۲۷۵۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د هندۍ بورې بیه د وارداتو زیاتوالي او ورته د تقاضا کموالي له امله لوېدلې ده.

خو هغه زیاته کړه چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کيلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بيه له ٢١٠٠ افغانيو څخه ٢٢٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سالنګونو لارې تړل کېدو له امله د قزاقي اوړو واردات بند شوي چې ورسره د کابل ښار په بازارونو کې یې بیه هم لوړه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په څېر د ۲۴.۵ کيلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وريجو عمده پلور بيه ٣٠٠٠ افغانۍ، د ١٦ لېتره ماليزيايي غوړيو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د يو کيلوګرام افريقايي تور چاى بیه ۴۰۰ افغانۍ او د يو کيلوګرام اندونيزيايي شين چاى بيه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده پلور بیو سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري دی.

د کابل په «دهن‌باغ» سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو پرچون بیه ۲۲۵۰ افغانۍ، د ۲۴.۵ کيلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وريجو بیه ۳۰۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې بیه ۲۸۰۰ افغانۍ، د ١٦ لېتره ماليزيايي غوړيو بیه۱۸۵۰ افغانۍ، د يو کيلوګرام افريقايي تور چاى بیه ۴۵۰ افغانۍ او د يو کيلوګرام اندونيزيايي شين چاى بيه ۴۰۰ افغانۍ ده.

د سون‌توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د اووه ورځو مخکې په پرتله، د یوه لیټر پټرول تېلو بیه ۷۰ افغانۍ او د یو لیټر ډیزل تېلو بیه ۸۹ افغانۍ ده.

د کابل ښار په کلوله‌‌پشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وایي، نن د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۷۰ افغانۍ ده.

د عربي سرو زرو بیه ټیټه شوې ده.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح‌‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بيه له ۴۵۰۰ افغانيو څخه ۴۴۷۰ افغانيو ته ټيټه شوې ده.

خو نوموړي وویل، نن هم د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۵۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د بیو بدلون د نړۍ په بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د کابل په شهزاده سراى کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسين وويل، نن د يوه امريکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹.۳۰ افغانۍ دي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۳۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې په لومړۍ نېټه د يوه امريکايي ډالر پېر بیه ۸۸ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

Visits: 1725

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.