ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو لسو میاشتو کې د میدان‌وردګو اړوند کابل – غزني پر لاره ۱۲۱ ترافيکي پېښې شوې دي

تېرو لسو میاشتو کې د میدان‌وردګو اړوند کابل – غزني پر لاره ۱۲۱ ترافيکي پېښې شوې دي

author avatar
5 Feb 2023 - 12:23
تېرو لسو میاشتو کې د میدان‌وردګو اړوند کابل – غزني پر لاره ۱۲۱ ترافيکي پېښې شوې دي
author avatar
5 Feb 2023 - 12:23

میدان‌ښار (پژواک، ۱۶ سلوغه ۱۴۰۱): د میدان‌‍وردګو ولایت مسوولین وایي په تېرو لسو میاشتو کې د دغه ولایت ساحې اړوند کابل – غزني پر لویه لار د سړک خرابوالي له امله ۱۲۱ ترافیکي پېښې شوې چې له امله يې ۱۰ کسان مړه او ۱۶۸ نور ټپيان شوي دي.

یاد مسوولین زیاتوي چې د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي د دې پېښو اصلي لاملونه دي.

د میدان‌وردګو د ترافیکو مدیر سمیع‌الله رهبر پژواک خبري اژانس ته وویل: «په تېرو لسو میاشتو کې له کابل دروازې د غزني تر ښاره ۱۲۱ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.»

هغه زیاته کړه: «سړک په سټندرډ شکل نه دی جوړ شوی او سخت خراب دی، نو ځکه خو زیاتې پېښې لرو.»

د یاد شمېر ترافیکي پېښو مرګ‌ژوبلې په اړه د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدزرک ځیرک پژواک ته وویل: «په تېرو لسو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۰ کسانو جسدونه او ۱۶۸ کسان ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.»

نوموړي وویل په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د وردګ امبولانس له لارې ۷۹ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي، خو دغه ارقام له دې مخکې ۳ میاشتو کې ۴۹ کسان و.

د یادې لارې موټرچلوونکي بیا پر حکومت نیوکه کوي چې د هېواد په کچه دغه ستره ترانزیټي لار یې تر دې دمه په اساسي توګه نه ده رغولې.

عیدمحمد چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې پر دې لار موټر چلوي، وویل: «هیچا د دې لارې جوړولو ته توجه نه ده کړې؛ موټروانان سخت په تکلیف دي؛ ځکه قدم په قدم جمپونه دي.»

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې لویې لارې اساسې رغولو ته جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره دې د رغولو چارې پيل کړي.

د دې لارې یوه بل موټرچلوونکي محمدعیسی وویل: «که دغه لار په اساسې ډول ورغول شي نو د هېوادوالو او پانګوالو په کارونو کې به مثبت تغییر راشي.»

د یادونې ده، د کابل – هرات لویه لار چې د هېواد په کچه لومړۍ درجه مواصلاتي لار ده، څه باندې ۱۰۰ کیلومتره د میدان‌وردګو په مربوطاتو کې تېره شوې ده او وخت ناوخت په کې ترافيکي پېښې کېږي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.