ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو پېر او پلور کم شوى

بغلان کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو پېر او پلور کم شوى

author avatar
14 Feb 2023 - 17:33
بغلان کې د تېرو کلونو په پرتله د غالیو پېر او پلور کم شوى
author avatar
14 Feb 2023 - 17:33

پلخمري (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): په بغلان کې د غالیو سوداګر وايي، د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د غالیو د پېر او پلور بازار په بې‌سارې توګه کمرنګه شوی دی.

سوداګر د غالیو بازار د کمرنګه  کېدو لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او په ټوله کې د خلکو وزګارتیا بولي.

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د غالیو یو سوداګر احمدضیا د سلواغې په ۲۵مه پژواک اژانس ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د غالیو پېر او پلور په بې‌سارې توګه کمرنګه شوى دى.

هغه وايي: «۱۶ کاله کېږي چې زه د قالینو کار کوم، خو په تېرو ټولو کلونو کې د سږ کال  په څېر سوړ مارکېټ ما نه و ليدلى.»

نوموړی زیاتوي، پخوا به يې هره ورځ يوه يا دوې غالۍ پلورلې خو اوس ١٥ ورځې کېږي چې يوه يې هم نه ده پلورلې.

د هغه په وينا، د خلکو اقتصادي ستونزې او وزګارتيا د دې لامل شوی چې د غاليو پېر او پلور کم شي.

دغه‌راز د پلخمري ښار د غالیو يو بل پلورونکى ولي‌الرحمن ولي‌زاده  وایي چې د تېرو کلونو په ځانګړي ډول په پسرلي او مني موسم کې به د غاليو پېر او پلور ډېر ښه و؛ ځکه خلکو به ودونه کول خو سږ کال په دغو موسمونو کې بازار ډېر سوړ و.

هغه وويل، که د غاليو بازار همداسې ادامه پيدا کړي نو ډېر خلک به دغه کاروبار پرېږدي.

همدارنګه په پلخمري ښار کې د غالیو پلورونکو اتحادېې مشر حاجي ګل‌اغا هم د غالۍ پلورونکو اندېښنې پر ځای بولي او وایې، ۱۸ کاله کېږي چې په دغه ښار کې د غالیو کاروبار کوي خو سږ کال يې بازار دومره سوړ دى چې غواړي دغه کاروبار نور پرېږدي.

دى زياتوي: «نن اتمه ورځ ده چې يوه دانه قالينه مې نه ده پلورلې، خلک ډېر غريب شوي، يوې مړۍ ډوډۍ ته حېران دي نو قالين به څنګه واخلي.»

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د والي وياند ملا عالم مجیدي پژواک ته وويل چې په دغه ولایت کې د امنیت له ټینګښت سره سوداګرو ته د کار ډاډمنه فضا رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې سيمه‌ييزه اداره کوښښ کوي څو د قالينو د سوداګرو ترڅنګ د ټولو سوداګرو توکو او توليداتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.