ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان صنعتګرې د لاسي صنایعو بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي

د بامیان صنعتګرې د لاسي صنایعو بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي

author avatar
18 Feb 2023 - 17:01
د بامیان صنعتګرې د لاسي صنایعو بازار له کمرنګه کېدو شکایت کوي
author avatar
18 Feb 2023 - 17:01

بامیان (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): په بامیان کې ځینې صنعتګرې ښځې د خپلو تولیداتو بازار کمرنګه کېدو ته اندېښمنې دي او ادعا کوي چې د هغو تولیدات په غېرقانوني ډول ګاونډیو هېوادونو ته انتقالېږي.

د بامیان په مرکز کې د ضحاک لاسي صنایعو ټولنې مسووله سلما احمدي وايي، په دغه ولایت کې د لاسي صنایعو بازار د تېرو کلونو په پرتله پيکه شوی او زیاتوي، ځیني لاسي صنایع په ناقانونه ډول ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته لېږدول کېږي.

د هغې په باور، څو ډوله لاسي صنایع په ځانګړي ډول غالۍ او هزاره‌ګي جامې په ناقانونه توګه پاکستان ته لېږدول کېږي او بیا د دغه هېواد په نوم په لوړه بیه نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د هغې په وینا، په ۱۴۰۰ کال کې د یاد ولایت شاوخوا ۸۰ مېرمنو د لاسي صنایعو تولید په موخه د نوموړې په ټولنه کې فعالیت درلود او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کول؛ په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ کال کې دغه شمېر ۳۵ کسانو ته کم شوی دی.

د بامیان یوه بله صنعتګره زهرا حیدري هم د لاسي صنایعو پېر او پلور کمېدو ته اندېښمنه ده.

هغه ادعا کوي چې په ۱۴۰۰ کال د لاسي صنایعو د پلور له درکه میاشتنی عاید یې په منځني ډول ۳۵ زره افغانیو ته رسېده، خو سږ کال یې میاشتنی عاید له ۱۰ زرو افغانیو کم شوی دی.

نوموړې زیاتوي، په دغه حالت کې په سختۍ سره خپل لګښتونه پوره کوي.

خو د بامیان د صنعت او سوداګرۍ امریت ګاونډیو هېوادونو ته د دغه ولایت د ښځو لاسي صنایعو قاچاق خبره ردوي.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ امر نعیم رضایي ګاونډیو هېوادونو ته د لاسي صنایعو د قاچاق ادعاوي رد کړه.

هغه وویل، د بهرنیو سیلانیانو نشتون، بې‌وزلي او د همکارو موسسو کمېدل په یاد ولایت کې د صنعتګرو ښځو د عاید کمېدو او د هغوی د تولیداتو بازار پیکه کېدو اصلي لاملونه دي.

هغه زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ امریت د لاسي صنایعو ښه کېدو لپاره هڅې کوي او د صنعتګرو اندېښنې له مرکزي دفتر سره شریکوي.

Visits: 124

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.