ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې یوې مېرمنې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

کابل ښار کې یوې مېرمنې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

author avatar
19 Feb 2023 - 16:23
کابل ښار کې یوې مېرمنې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې ده
author avatar
19 Feb 2023 - 16:23

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل ښار کې یوې مېرمنې چې ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړې زمینه برابره کړې، له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي څو په راتلونکي کې ډېرو نورو ښځو ته د دغې حرفې زده‌کړې او کار زمینه برابره کړي.

د «راضي» خیاطۍ زده‌کړې کارخونې مدیرې رحیمې حکیمي پژواک ته وویل، دغه کارخونه یو کال مخکې دده په شخصي لګښت او د متشبثو ښځو په ملاتړ جوړه شوې، تر اوسه ترې ۳۸۰ ښځې فارغې شوې او د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د هغې په خبره، اوسمهال په یاده کارخونه کې ۲۰۰ نجونې او ښځې د خیاطۍ پر زده‌کړې بوختې دي.

نوموړې وایي، دغه کارخونه بې‌وزلو ښځو او هغو نجونو ته چې له زده‌کړو پاتې دي، د خیاطۍ زده‌کړې په موخه جوړه شوې څو هغوی وکولای شي چې خپل او د خپلې کورنۍ لګښتونه له دې لارې برابر کړي.

هغې د یادې کارخونې د ښوونیز سیستم په اړه وویل، تدریس تیوري او عملي بڼه لري چې په څلورو میاشتو کې ترسره کېږي او له فراغت وروسته ۵۰ ماهرې ښځې په دې کارخونه کې جذبېږي او د کار زمینه ورته برابرېږي.

نوموړې وویل: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې له موږ ملاتړ وکړي، څو په راتلونکي کې دغو ښځو ته د لا ډېر کار او ښوونې زمینه برابره کړو.»

مېرمن حکیمې زیاته کړه: «مخکې په دغه کارخونه کې ۱۰۰ نجونې پر کار بوختې وې، خو د لګول شوو محدویتونو له امله شمېر یې کم شوی؛ موږ پلان لرو چې په دغه کارخونه کې د ښځو او نجونو شمېر ډېر کړو څو هغوی وکولی شي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.»

فایضه رضايي چې د نهم ټولګي زده‌کوونکې او اوس په یاده کارخونه کې د خیاطۍ پر زده‌کړو بوخته ده، وویل: «کارخونې ته مې د راتلو لامل دا دی چې اوس ټول ښوونځي بند دي موږ نه شو کولی چې خپلو درسونو ته دوام ورکړو، له ځانه سره مې فکر وکړ له دې چې په کور کې بې‌کاره واوسم، د خیاطۍ زده‌کړې کارخونې ته لاړه شم چې یو څه زده کړم او ځان او کورنۍ ته مې د عاید سرچینه اووسم.»

هغې د یادې کارخونې پر جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل، په دې موده کې یې مهم او ارزښتناک مهارتونه یې زده کړي چې په راتلونکي کې ورته ګټور تمامیدای شي.

نوموړې زیاته کړه: «له حکومته مو دا غوښتنه ده چې موږ ښځو ته دې اجازه را کړي څو درس ووایو، موږ دې نه حذفوي څو وکولی شو د خپلو خلکو او ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځو او خپلې ټولنې ته پرمختګ ورکړو، که په ټولنه کې ښځې نه وي ټولنه نیمګړې ده.»

د یادې کارخونې یوه بله زده‌کوونکې زینب میرزايي چې د غزني ولایت اوسېدونکې ده، وایي: «کابل ته مې د راتلو اصلي انګېزه دا وه چې دلته راشم او درس ووایم، خپل تحصیل ته دوام ورکړم؛ خو له هغه وخته چې کورسونه، ښوونځي او پوهنتونونه بند شول، بله چاره مې نه لرله، مجبوره شوم چې دې ځای ته راشم څو په راتلونکي کې مستقله و اوسم او یوه حرفه زده کړم چې د عاید یوه سرچینه شی.»

هغه چې د خیاطۍ حرفې زده کول د پیسو لاسته راوړلو یوه لار بولي، وايي، ډېره خوښه ده چې یوه نوې حرفه زده کوي.

د یادې کارخونې یوه زده‌کوونکې ذکیه حیدري چې د زده‌کړې دوره یې بشپړه کړې او اوس پر کار بوخته ده، وایي: «څلور میاشتې مې په دې کارخونه کې زده‌کړه وکړه او اوس پر کار بوخته یم، کومې پیسې چې له دې لارې لاسته راوړم په هغې مې د خپلې کورنۍ لګښت برابروم، په دې شرایطو کې چې کار نشته او زه دلته کار کوم ډېره خوشحاله یم،د دغې کارخونې له مسوولې مننه کوم چې موږ ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.»

هغې زیاته کړه: «کومې جامې چې زه ګنډم تولیدي دي، په هره جوړه ۲۵ افغانۍ اخلم، د ورځې له ۱۵ تر ۲۰ جوړو ګنډم او له دې لارې د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ لاسته راوړم.»

نوموړې له حکومته غواړي چې ښځې له کار کولو منع نه کړي، بلکې ورته د کار زمینه برابره کړي.

Visits: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.