ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت د کانونو استخراج په بدل کې د کابل – کندهار سړک ترمیموي

د ټولګټو وزارت د کانونو استخراج په بدل کې د کابل – کندهار سړک ترمیموي

author avatar
24 Feb 2023 - 06:11
د ټولګټو وزارت د کانونو استخراج په بدل کې د کابل – کندهار سړک ترمیموي
author avatar
24 Feb 2023 - 06:11

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د کانونو د استخراج په بدل کې د کابل – کندهار لویه‌لار بېرته ورغوي او په دې برخه کې یې له شرکتونو غوښتي چې له اسنادو سره مراجعه وکړي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وزارت د کابل – کندهار لویې‌لارې اقتصادي ارزښت ته په کتو سره پلان لري چې دغه لاره په پنځو برخو کې د کانونو د استخراج په بدل کې بیا ورغوي.

سرچینې زیاته کړې، دا پنځه برخې له ارغندي چوک څخه تر دوراني بازار، د غزني له مرکزه تر پښ کندې، له پښ‌کندې تر کلات، له کلاته تر شهر صفا او له شهر صفا څخه تر مانجې پورې تقسیم شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل- کندهار سړک یادې برخې د کانونو د استخراج په بدل کې له ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد او په اساسي ډول بیارغول کېږي.

د ټولګټو وزارت له ټولو هغو داخلي ساختماني او سړک جوړولو شرکتونو او ملي سوداګرو څخه -چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري او اړوند شرایط یې پوره کولای شي- غوښتي چې د بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د ۱۵ ورځو په موده کې دغه وزارت ته مراجعه وکړي.

د یادونې ده، د کابل – کندهار لویه‌لار یوه اساسي او مهمه سوداګریزه لاره ده چې د ګڼو سوېلي او سوېل لویدیځو ولایتونو پر نښلولو سربېره، له ګاونډیو هېوادنو سره د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اغېزناک ټرانزیټي او اقتصادي رول لري، خو د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د جنګونو او چاودنو له امله  ډېره برخه یې ویجاړه شوې ده.

Visits: 375

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.