ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اېټالیا کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي

اېټالیا کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي

author avatar
26 Feb 2023 - 17:59
اېټالیا کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي
author avatar
26 Feb 2023 - 17:59

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): اېټالیایي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ختيځو سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کډوال مړه شوي دي.

د اېټالیا د انسای خبري اژانس د راپور له مخې، ۲۷ جسدونه د کروتو ولایت په «استکاتو ډي کورتو»‎ سواحلو او درې نور په اوبو کې موندل شوي دي.

اسوشېټډپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه کښتۍ کې ۱۰۰ کډوال سپاره وو او نن (یکشنبه، د کب ۷مه) د اېټالیا په سواحلو کې ډوبه شوې ده.

دغه کښتۍ د سمندر‎ د څپو په پایله کې له یوې لویې ډبرې سره د لګېدو له امله ډوبه شوې چې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، له دې پېښې ۴۰ کډوال ژغورل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په یاده کښتۍ کې ناست کسان د کومو هېوادونو وګړي دي؛ خو ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او ایران کډوال پکې سپاره وو.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ۱۸ افغانانو جسدونه په بلغاریا کې هم موندل شوي وو.

Visits: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.