ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

author avatar
11 Mar 2023 - 17:51
تېره اونۍ افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي
author avatar
11 Mar 2023 - 17:51

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو د «مارچ اتمې» په مناسبت وویل، د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه دې لرې شي او یو شمېر هېوادونو له اسلامي امارت سره پر تعامل او په افغانستان کې د ټیکاو لپاره پر همکاریو ټینګار وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • بېلابېلو سرچینو د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه وکړه.
  • ندیم: د نجونو پر زده‌کړو محدودیت موقتي دی او اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ټولنې د هر وګړي د زده‌کړو حق ته ژمن دی.
  • روسیې، هند او پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ.
  • ازبکستان، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې په افغانستان کې د ټیکاو لپاره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
  • هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه: د افغانستان ملي حاکمیت، یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
  • طارق علي بخیت: د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی د بنسټیزو پروژو پلې کولو لپاره افغانستان ته راځي.
  • تېره اونۍ د بشري مرستو لپاره ۸۰ میلیون ډالر هېواد ته راورسېدل.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د بلخ امنيه قومانداني وايي، د تېرې پنجشنې په ورځ په يوه ځانمرګي بريد کې د دغه ولایت د والي په ګډون درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې، د دغه بريد مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

دغه‌راز د ياد ولایت امنيتي چارواکي وايي، په مزارشریف ښار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۸ «انسان‌تښتوونکي» وژل شوي دي؛ خو د وژل شوو کسانو خپلوان ادعا کوي چې دغه کسان بې‌ګناه وژل شوي او په‌ دې برخه کې د عدالت غوښتنه کوي.

همداراز، ځايي چارواکي وایي چې په مزارشریف ښار کې د یوې نښتې پر مهال دوه «وسله‌وال غله» هم وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، ناپېژانده وسله‎والو په هرات کې د دغه ولایت د اوبورسونې ادارې د رییس په ګډون درې کسان او په پروان کې يو کس وژلی دی.

د راپورونو پر اساس، په پکتیا کې د ناچاودو توکو په چاودنه کې د يوې کورنۍ دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان دي؛ په غور کې د ورته چاودنې له امله يو ماشوم مړ او يو بل ټپي شوی او په کندهار کې یو ماشوم د یوه پسه بيولو پر سر وژل شوی دی.

امنيتي چارواکي وايي، په کابل کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي او په کندهار کې وسله‌والو غلو یو سوداګر په ډزو وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته وکړه. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت او پرې لګېدلو محدودیتونو باندې نیوکې وشوې.

په یاده غونډه کې، د امریکا مرستیال استازي رابرټ ووډ وویل، واشنګټن به په ‌دې برخه کې چوپه خوله پاتې نه ‌شي؛ په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیره لانا نسیبه ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت دغه ډول پرېکړې له اسلام او افغاني کلتور سره هېڅ اړخ نه لګوي.

خو په‌ یاده غونډه کې د روسیې استازې انا اوستینوا ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کېدل له نوو چارواکو سره له تعامل پرته ناشونی دی؛ همداراز د هند او پاکستان استازو د نړۍوالې ټولنې موخو ته د رسېدو لپاره له اسلامي امارت سره تعامل تر ټولو غوره لاره بللې ده.

راپورونه ښيي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته البانیا، برازیل، اکوادور، فرانسې، ګابون، جاپان، مالتا، سویس، متحده عربي امارات او بریتانیا د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو هر ډول لګول شوي محدودیتونه دې له ځنډ پرته لغوه کړي.

خو د اسلامي امارت چارواکو بیا، بیا ویلي چې د ښځو او نارینه‌وو حقونو ته په اسلامي چوکاټ کې ژمن دي. هغوی وایي، د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو او دغه‌راز په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لنډمهاله دي او د زمینې په برابرېدو سره به دغه ستونزه حل شي.

په تاشکند کې ناسته

تېره اونۍ د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د ازبکستان، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې استازو ناسته لرله. د ناستې ګډونوالو د افغانستان اوسني وضعیت، اوږدمهاله سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي په یاده ناسته کې وویل، د ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو خوندیتوب پر لور د اسلامي امارت یو حرکت ښايي د سیمې هېوادونو له هرکلي سره مخ شي.

همداراز، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د یادې ناستې ټولو ګډونوالو له افغانستان سره د ښو اړیکو پر درلودلو ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه وویل: «ټولې هغه غونډې چې د همکارۍ او مرستو په پار جوړېږي او د افغانستان له خلکو سره د بشري او انساني مسایلو او همدارنګه د نظام په ټينګښت او ټولو برخو کې چې د هېواد په ګټه وي، یو ښه ګام دی.»

دغه‌راز، د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو په نوي ډيلي کې د يوې ناستې پر مهال د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري حالاتو خبرې کړې او ټینګار یې وکړ، د افغانستان ملي حاکمیت، یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته راځي

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې د ښځو د کار او زده‌کړو د ځنډېدو پر پرېکړو د بیاکتنې پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې د بنسټیزو پروژو پلې کولو لپاره د دغه سازمان پلاوی افغانستان ته راځي.

متقي په دې ليدنه کې ویلي، په افغانستان مثالي امنیت رامنځته شوی او اسلامي امارت د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هېوادونو سره ځانګړې اړیکې غواړی څو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي رغنده تعامل ته ورسېږي.

د ښځو نړۍواله ورځ

تېره اونۍ، د مارچ اتمه د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره وه.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه ورځ ونه نمانځله خو د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دې ورځې مبارکي ورکړه او ویې ویل: «د اسلام مبارک دین نارینه او ښځو ته په یوه سترګه ګوري، دواړه د ټولنې دوه وزرونه بولي، د مېرمنو عزت او درناوی کوي او ټول د مېرمنو احترام او له دوی سره عدالت او ښو اړیکو ته رابولي.»

د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د «ښځو او نجونو پر اساسي حقونو» لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره جوړ شوی نړۍوال چوکاټ هم اغېزناک نه دی او باید بدلون ومومي.

دغه‌راز، په افغانستان کې يو شمېر ښځو هم له سرپرست حکومته وغوښتل چې ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي او په دې برخو کې لګېدلي محدوديتونه لغوه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي، د افغان ښځو، نارینه‌وو، نجونو او هلکانو د حقونو ملاتړ کوي او دا د افغانستان او سیمې د ثبات مسئله ده.

د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني وویل چې له ښځو سیاسي استفاده کېږي او پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم ټینګار وکړ.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي، په هېواد کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل د تل لپاره نه دي، بلکې په موقتي ډول تر بل فرمانه تړل شوي او اسلامي امارت د اسلامي شریعت په پام کې نیولو سره د ټولنې د هر وګړي د زده‌کړو حق ته ژمن دی.

اروپايي ټولنې تېره اونۍ په افغانستان کې د سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو او امربالمعروف او نهی عن‌المنکر پر سرپرست وزیرانو «له ښځو سره د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو» له امله بندیزونه ولګول.

تېره اونۍ، افغانستان ته د بشري مرستو په دوام د ۴۰، ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو دوې کڅوړې را ورسېدې. اروپايي ټولنې له افغانستان سره د سل ټنه طبي توکو مرسته وکړه.

Visits: 104

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.