ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرستیال والي: د زابل له خلکو سره دې د کوکنارو نه کرلو بدل کې مرستې وشي

مرستیال والي: د زابل له خلکو سره دې د کوکنارو نه کرلو بدل کې مرستې وشي

author avatar
19 Mar 2023 - 17:12
مرستیال والي: د زابل له خلکو سره دې د کوکنارو نه کرلو بدل کې مرستې وشي
author avatar
19 Mar 2023 - 17:12

کلات (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت یوه پلاوي زابل ته سفر وکړ او له ځايي مسوولینو یې د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق مخنیوي په برخه کې د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې رییس مولوي محمدالله احمدي په زابل ولایت مقام کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، استخباراتو عمومي ریاست او کرنې وزارت له لوري ګډ پلان جوړ شوی چې له مخې به یې، په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښتونه له منځه یووړل شي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان سره سم به له هغو کسانو سره هم قانوني چلند وشي چې نشه‌يي توکي کري.

نوموړي د ولایت له ځايي مسوولینو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د زابل مرستیال والي سلېمان اغا بهیر وویل، د دغه ولایت ځايي مسوولینو د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق مخنیوي په برخه کې د مشرتابه فرمان تطبیق کړی او چا ته یې اجازه نه ده ورکړې چې کوکنار او یا نور نشه‌يي توکي وکري.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې یې د ولسوالانو په کچه تغییر او تبدیل راوستی څو د نشه‌يي توکو د مخنیوي فرمان ښه تطبیق او د مکافات او مجازاتو اصل عملي شي.

خو هغه غوښتنه وکړه چې د یاد ولایت کروندګر ډېر بې‌وزلي دي، د کوکنارو نه کرلو په بدل کې دې بدیل معیشت ورته برابر شي.

نوموړي وویل: «د بدیل معیشت په توګه دې د اوبو پر مهارولو کار وشي، بندونه دې جوړ شي، له کروندګرو سره دې د اصلاح شوو تخمونو او کېمیاوې سرې مرستې وشي، د زابل اقلیم ته په کتو دې د انجې او نورو کرنیزو توکو پر ترویج کار وشي.»

د زابل امنیه قوماندان قاري صلاح‌الدین ایوبي وویل، د نورو امنیتي ارګانونو په ملتیا یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو کښتونو د له منځه وړلو عملیات کړي دي.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله یې د مرکز کلات ترڅنګ په دایچوپان او ارغنداب ولسوالیو کې لس نیم جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.

نوموړي له ملکي ادارو هم غوښتنه وکړه چې د کوکنارو د کښت په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.