ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولایتونو کې له زرګونو بې‌وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

څلورو ولایتونو کې له زرګونو بې‌وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

author avatar
26 Mar 2023 - 17:25
څلورو ولایتونو کې له زرګونو بې‌وزلو کورنیو سره مرسته وشوه
author avatar
26 Mar 2023 - 17:25

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): په تخار، زابل او کابل کې له څه باندې ۱۳ زرو اړو کورنيو او کسانو سره د خوراکي توکو او په ميدان وردګو کې له ۷۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د تخار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په بنګي، چال او دشت قلعه ولسوالۍ کې له ۷۸۹۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو وېش خبر ورکوي.

د تخار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول سمیع‌الله صمیمي وايي، دغه مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا شوې دي چې اوړه، غوړي او ځیني نور توکي په کې شامل دي.

دغه‌راز د زابل په مرکز کلات ښار کې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري له ۳ زره او ۱۴۸ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالحلیم فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۳۱۴۸ کورنۍ د یوې ګډې سروې په پایله کې ډېرې بې‌وزلې پېژندل شوې وې چې نن د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري پرې خوراکي توکي ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵۵ لېټره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرامه دال‌نخود، ۵۰۰ ګرامه مالګه او یوه اندازه د ماشومانو د تقویې خواړه ورکړل شول.

د یوه بل خبر له مخې، په کابل ښار کې له ۲۰۰۰ سوالګرو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، له یاد هر یوه سوالګر سره د یوې بوجۍ اوړو، ۵ لیټره غوړیو، ۷ کیلوګرامه لوبیا، یو کیلوګرام چای او مالګې مرسته وشوه.

له بلې خوا، په میدان وردګو کې نن د ډنمارک کډوالو شورا له خوا د دغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ له ۷۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د یاد ولایت پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې هرې کورنۍ ته ۲۹ زره افغانۍ ورکړل شوې.

Visits: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.