ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال له حيرتان بندره د پنځه ميليارد افغانيو په ارزښت توکي صادر شوي

تېر کال له حيرتان بندره د پنځه ميليارد افغانيو په ارزښت توکي صادر شوي

author avatar
11 Apr 2023 - 11:45
تېر کال له حيرتان بندره د پنځه ميليارد افغانيو په ارزښت توکي صادر شوي
author avatar
11 Apr 2023 - 11:45

مزارشریف (پژواک، ٢٢ وری ١٤٠٢): د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په ۱۴۰۱ کال له حیرتان بندره د پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي بهر ته صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي.

خو بل لور ته سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د افغانستان د محصولاتو ستندرد کولو ته بايد کار وشي څو د وارداتو په نسبت د صادراتو کچه لوړه شي.

د بلخ ولایت د ګمرک رییس مولوي صفرمحمد سحر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٤٠٠ کال کې د حیرتان بندر له لارې د څلور ميليارد افغانیو په ازرښت سوداګريز توکي صادري شوي دي.

هغه وايي، تېر کال بيا د پنځه ميليارد افغانیو په ارزښت توکي صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.

د نوموړي په وینا، صادر شوو سوداګریزو توکو کې وطني نوشابې، غالۍ، وچه مېوه، څرمنې، سبزیجات، بخار دیګونه او ځيني نور توکي شامل دي.

بلخوا د چارو شنونکي او سوداګر وایي چې هېواد ته د وارداتو په پرتله لا هم د صادراتو کچه ټيټه ده.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، د صادراتو کچې لوړېدو لپاره باید د کورنیو تولیداتو په معیاري کولو او ستنډرډ جوړونې کار وشي.

بلخ کې سیمه‌ییز سوداګر حاجي قلندر بیا وایي، حکومت باید سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، څو سوداګر په اسانه خپل سوداګزیز توکي بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.

هغه د اسنادو مراحلو طی کولو پروسه کې اسانتیا رامنځته کول، له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو جوړول او هم بهرنیو هېوادونو کې د داخلي تولیداتو لپاره د نندارتونونو جوړول د صادراتو کچې د لوړوالي لپاره مهم ګڼي.

په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست اجرائیه امر احمدشکیب اکبري هم ټینګار کوي چې د صادراتو کچې لوړېدو لپاره باید سوداګریزو توکو خوندیتوب برخه کې پاملرنه وشي؛ ځکه افغاني محصولات ډېری ژر خرابېږي.

هغه دغه راز زیاتوي، حکومت او سوداګر باید د افغاني تولیداتو پر معیاري کولو او ستنډرډ جوړولو ډېر تمرکز وکړي چې ورسره به د صادراتو کچه هم لوړه شي.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ريیس قاري امیرمحمد متقي ډاډ ورکوي چې حکومت کورنیو تولیداتو ودې ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي څو د سوداګرو ټولو هغو ستونزو ته چې د ځمکې، برېښنا او نورړ برخو کې دي، حل کړي.

په بلخ کې په داسې حال کې د صادراتو کچه مخ په لوړېدو ده چې له دې مخکې له دغه ولایته په لومړي ځل د یوه خصوصي تولیدي شرکت جوړ شوي بیسکېټ قزاقستان هېواد ته صادر شول.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.