ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر پېرودونکي: خصوصي بانکونه اوس هم په اونۍ له ۲۰۰ ډالرو ډېر نه راکوي

یو شمېر پېرودونکي: خصوصي بانکونه اوس هم په اونۍ له ۲۰۰ ډالرو ډېر نه راکوي

author avatar
11 Apr 2023 - 15:00
یو شمېر پېرودونکي: خصوصي بانکونه اوس هم په اونۍ له ۲۰۰ ډالرو ډېر نه راکوي
author avatar
11 Apr 2023 - 15:00

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د ځینو خصوصي بانکونو پېرودونکي وایي، د افغانستان بانک له پرېکړې وروسته هم دغه بانکونه په اونۍ کې له دوه سوه ډېر ډالر نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د وري په ۱۴مه اعلان وکړ چې انفرادي حساب لرونکي کولای شي له دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر (۵۰ زره افغانۍ) له خپلو بانکي حسابونو ترلاسه کړي.

دغه راز د افغانستان بانک دا هم ویلي وو، د بانکونو مشتریان دغه راز کولای شي په میاشت کې یو ځل ۲۰۰۰ امریکايي ډالر (۲۰۰ زره افغانۍ) له خپلو حسابونو ترلاسه کړي.

خو د عزیزي او میوند خصوصي بانکونو یو شمېر پېرودونکي نن د اعتراض په ډول د افغانستان بانک مخې ته راټول شوي وو.

د یادو کسانو له ډلې حاجي فرهاد بیک پژواک ته وویل، ميوند بانک د افغانستان بانک د اعلان خلاف خپلو پېرودونکو ته پیسې نه ورکوي.

هغه وویل: «د افغانستان بانک خصوصي بانکونو ته ویلي چې خلکو ته باید په اونۍ کې ۶۰۰ ډالر ورکړي خو زه چې میوند بانک ته ورشم په اونۍ کې ۱۰۰ ډالره راکوي.»

د میوند بانک یوه بل پېرودونکي احسان‎الله پژواک ته وویل، د افغانستان بانک له اعلان وروسته ده ته هم میوند بانک په اونۍ کې یوازې ۱۰۰ ډالر ورکوي.

دغه راز، د عزیزی بانک یوه پېرودونکي ذکرالله پژواک ته وویل چې دغه بانک ورته په اونۍ کې ۲۰۰ ډالر ورکوي.

هغه زیاته کړه: «زه هغه بله ورځ عزیزي بانک ته لاړم، متاسفانه ۲۰۰ ډالر یې راکړل، نو نن په همدې خاطر دلته راټول شوي یو چې خپل غږ د افغانستان بانک مسوولينو ته ورسوو.»

دغه راز د یادو بانکونو يو شمېر نورو پېرودونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له افغانستان بانکه یې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه ژر حل کړي.

پژواک هڅه وکړه د اړوندې موضوع په تړاو د افغانستان بانک مسوولينو نظر هم واخلي خو پرله‌پسې اړيکې نیولو وروسته یي هم ځواب ور نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې خلکو اجازه نه درلوده له خپلو انفرادي حسابونو په اونۍ کې له ۴۰۰ او په مياشت کې له ۱۲۰۰ امریکايي ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کړي.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.