ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پي‌وي‌‎سي پایپونو او ځینو پلاستیکي توکو تولیدات ډېر شوي

کندهار کې د پي‌وي‌‎سي پایپونو او ځینو پلاستیکي توکو تولیدات ډېر شوي

author avatar
12 Apr 2023 - 13:46
کندهار کې د پي‌وي‌‎سي پایپونو او ځینو پلاستیکي توکو تولیدات ډېر شوي
author avatar
12 Apr 2023 - 13:46

کندهار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): د کندهار د کانونو او صنایعو خونه وايي، په دغه ولایت کې د پي‌وي‌سي او پولي‎ایتلین پایپ، د تازه او وچې مېوې د بسته‌بندۍ پلاستیکي جالیو او نورو پلاستیکي توکو د تولید برخو کې ۳۹ فابریکې فعالې دي چې دغو تولیداتو نه یوازې د کندهار اړتیا پوره کړې، بلکې نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

د دغه ولایت د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار د پي‌وي‌سي او پولي‌ایتلین پایپونو او ځینو نورو پلاستیکي توکو جوړولو په برخه کې پر ځان بسیا شوی او د دغه ډول وارداتي توکو مخه په پوره ډول نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه، دا مهال په کندهار کې د پي‌وي‌سي او پولي‌ایتلین پایپونو ترڅنګ د اوبو پلاستیکي ټانکۍ، د مېوې د بسته‌بندۍ پلاستیکي جالۍ او نور پلاستیکي لوښي تولیدېږي.

دی وايي، پخوا دغه توکي په لوړه بیه له نورو هېوادونو واردېدل خو اوس دلته جوړېږي چې په دې توګه له یوې خوا سرمایه په هېواد کې پاته کېږي او له بلې خوا ډېر کسان په کار بوختېږي.

هغه زیاته کړه: «اوس صنعت مخ پر وده روان دی، یوازې ۳۹ فابریکې د پي‌وي‌سي او نورو پلاستیکي توکو جوړولو لرو چې د بهرنیو بې‌کیفیته توکو مخه یې نیولې ده.»

هغه زیاته کړه، دا چې پانګه‌والو همت کړی او دلته یې پانګونه کړې نو باید اسانتیاوې هم ورته برابرې شي او په ټولو دولتي پروژو کې باید د هېواد تولیدي توکي وکارول شي.

هغه دغه راز د برېښنا ستونزې یادونه هم وکړه خو تمه یې وښوده چې د شوې ژمنې له مخې به تر راتلونکو څلورو میاشتو کندهار ته وراداتي برېښنا ولېږدول شي او دا ستونزه به نور حل شي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د پي‌وي‌سي او پولي ایتلین پایپ جوړولو یوې فابریکې مسوولین وایي، ۱۲ کاله مخکې یې فعالیت پيل کړی او دلته یې شاوخوا ۱.۵ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.

د دې فابریکې یوه مسوول عبدالرافیع پژواک خبري اژانس ته وویل، له دوی سره دا مهال په مستقیم ډول ۲۰۰ کسان کار کوي او په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ ټنه تولید لري.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د پي‌وي‌سي پایپ لپاره خام مواد له بهره راوړو او د پولي‌ایتلین پایپ لپاره دلته په خپله فابریکه کې پلاستیک ریسایکل کوو، تولیدات مو هلمند، اروزګان، زابل، غزني او ډېرو نورو ولایتونو ته ځي.»

هغه وویل، په کندهار کې تر ټولو لویه ستونزه د برېښنا ده؛ ځکه دلته د صنعت په برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې د پخوا په پرتله برېښنا ښه شوې، له اتلس څخه تر شل ساعته برېښنا لري خو بیا هم ځيني وخت قطع او وصل کېږي چې په داسي حال کې د دوی ماشینونو ته زیان اوړي.

په یادو فابریکو کې پر کارونو بوخت کسان وايي، خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې خو غوښتنه کوي چې باید د صنعت د پراختیا لپاره ډېرې هڅې وشي څو نور کسان هم پر کار شي.

د دې فابریکې یو کارکوونکی عبدالرازق په دې اړه وایي: «اووه کاله کېږي چې دلته کار کوم، خوشحاله یم چې دلته د خپلۍ کورنۍ لپاره نفقه برابروم، غوښتنه مو د برق ده چې نورې فابریکې هم فعاله شي.»

یو بل کارکوونکی سیداحمد بیا وایي، مخکې یې د خوراکي توکو پلورنځی درلود چې پکې یې مالي زیان ولید، بیا یې دلته کار پيل کړ.

هغه وویل: «ما تر مخه دوکان کاوی، بیا تاواني شوم، نو اوس یو شپږ میاشتي کېژي دلته کار کوم، دا ښه کار دی خو چې برق سم سي زموږ کار به هم ډېر سي بیا به مو معاش هم یو څه زیات وي.»

صنعتکاران دغه راز غوښتنه کوي چې د صنعت پراختیا لپاره باید پر هغو خامو موادو هم مالیه کمه شي چې له بهره یې واردوي څو دلته خلکو ته د هېواد تولیدي توکي په ټيټه بیه تمام شي.

د کندهار په صنعتي پارک کې ۲۵۰ فابریکې شته چې د مسوولینو معلوماتو پر اساس، دا مهال ۱۵۰ بېلابېلې فابریکې فعالې دي او پاتې د برېښنا او نورو ستونزو له امله غیرفعالې دي.

په دې فابریکو کې په تخمیني ډول شاوخوا ۴ زره کسان کار کوي او د پلاستیکي پایپونو، لوښو او نورو پلاستیکي توکو ترڅنګ پکې د اوسپنې ویلي کولو، پنبې، غوړیو، مشروباتو، څپلیو، بېټریو، ایسکریم، پاپړو، مالګې، فلزي لوښو، شېریني جوړولو او بېلابېلو نورو توکو د تولید فابریکې شاملې دي.

Visits: 192

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.