ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تلاسیمیا ناروغان له عامې روغتیا وزارت او مرستندویه موسسو د وړیا درملو غوښتنه کوي

د تلاسیمیا ناروغان له عامې روغتیا وزارت او مرستندویه موسسو د وړیا درملو غوښتنه کوي

author avatar
29 Jun 2023 - 09:47
د تلاسیمیا ناروغان له عامې روغتیا وزارت او مرستندویه موسسو د وړیا درملو غوښتنه کوي
author avatar
29 Jun 2023 - 09:47

کابل (پژواک، ۸  چنګاښ ۱۴۰۲): د تلاسیمیا ناروغان چې هره میاشت وینې ته اړتیا لري، د عامې روغتیا له وزارت او مرستندویه موسسو څخه غواړي چې دوی ته په وړیا ډول درمل ووېشي.

تلاسیمیا یوه ارثي، جنټيکي او د وینې کمېدو ناروغي ده چې ماشومانو ته له مور او پلاره انتقالېږي. په دغه ناروغۍ کې د هموګلوبین ژن (په وینه کې د اکسیجن د انتقال پروټین) د نیمګړتیا له امله، د ویني سره کرویات کمېږي او ټول بدن ته په کافي اندازه اکسیجن نه رسېږي؛ دا ستونزه په پای کې د خفیفې تر سختې کم‌خونۍ لامل ګرځي. پر دغې ناروغۍ اخته کسانو ته باید د ناروغۍ سختوالي ته په پام سره په منظم ډول وینه تزریق شي.

د دارلاامان سیمې اوسېدونکی ۱۲ کلن میلاد پر یادې ناروغۍ اخته دی او د ژوندي پاتي کېدو لپاره باید هره میاشت ورته وینه تزریق شي.

نوموړی خوښ دی چې هره میاشت د وینې بانک ورته وینه ورکوي او له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «زه پر تلاسیمیا اخته یم، هره میاشت دلته [د وینې ملي بانک] ته راځم، وینه اخلم، د همدې وینې په اخیستلو سره ښه کېږم.»

میلاد چې په منظم ډول د وینې او درمل په ترلاسه کولو سره ژوند کوي وايي: «په سمه توګه لوبې نه شم کولی، سپورت نه شم کولی، ښه دی چې په بانک کې وینه شته.»

د تلاسیمیا ناروغان باید په منظم ډول د وینې اخیستلو ترڅنګ د اړتیا وړ درمل هم وکاروي، دغو ناروغانو وینه په وړیا ډول وېشل کېږي، خو د اړتیا وړ درمل یې کورنۍ باید له بازاره وپېري.

میلاد وایي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او پلار يې د درمل پیسې په سختۍ سره برابروي؛ هغه د عامې روغتیا له وزارت او مرستندویه موسسو غواړي چې ده او نورو هغه د تلاسیمیا ناروغانو ته چې د درمل پېرلو توان نه لري، وړیا درمل ووېشي.

په ورته مهال، ۱۰ کلنه فرشته چې د کابل ښار د کارته نو سیمې اوسېدونکې او پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ده، هره میاشت په منظمه توګه د وینې بانک ته مراجعه کوي.

دغه ماشومه چې له خپل مور او پلار سره د وینې بانک ته راغلې وه، ویې ویل: «ناروغه یم، دا ځای مې نه خوښېږي، ځکه په لاس کې مې پیچکاري کوي، غواړم چې د نورو ماشومانو په څېر روغه واوسم.»

فرشتې په خپله ماشومانه ژبه د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې هغې او د تلاسیمیا نورو ناروغانو ته وړیا درمل ورکړي.

د هغې مور چې د خپل نوم له اخیستلو يې ډډه وکړه ویې ویل، د فرشتې د هرې میاشتې د درملو لګښت دری زره افغانیو ته رسېږي چې خاوند یې په ډېر زحمت پيدا کوي.

د افغانستان وینې ملي بانک کې د تلاسیمیا ناروغانو مسوول ډاکټر امان‌الله ارغندیوال دغو ناروغانو ته د وړیا درملو د وېش غوښتنې په اړه وویل، د تلاسیمیا ناروغان ډېر زیات دي چې د وینې د اخیستلو لپاره دلته مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه، هره ورځ له ۴۰ تر ۶۰ د تلاسیمیا مراجعین لري، د دغو ناروغانو یوازینی درمل وینه ده، که وینه ورته ونه رسېږي، ژوند له لاسه ورکوي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې د وینې له کمښت سره مخ دي زیاته یې کړه: «موږ د هغو تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو چې په مرکزي بانک کې ورته اړتیا ده او هغه د اوسپنې ضد درمل او فلوتین دي، موږ له هغه موسسو څخه چې په دې برخه کې فعالیت لري غواړو څو دغه درمل موږ ته برابر کړي؛ ځکه د خلکو اقتصاد خراب دی او دغه درمل ډېر قیمت دي، که کورنیو ته هم وایو چې دغه درمل واخلئ خو هغوی وايي موږ یې وس نه لرو.»

هغه ټینګار وکړ چې د درملو له کمښت سره مخ دي؛ ځکه وینه په یو نه یو ډول پیدا کېږي خو درمل ګران دي او خلک یې د پېرلو توان نه لري.

په همدې حال کې، د وینې ملي بانک رییس ډاکټر محمدناصر صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، له دغه بانک سره د تلاسیمیا ۱۲۲۱۱ ناروغان ثبت دي چې هره میاشت په منظم ډول د وینې اخیستلو لپاره دوی ته مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه چې د تلاسیمیا ناروغان هر دری اونۍ وروسته وینې ته اړتیا پیدا کوي او بانک هغوی ته په وړیا ډول وینه ورکوي.

د نوموړي په وینا، یو شمیر خلک شته چې په رضاکارانه ډول اړو کسانو ته وینه ورکوي.

هغه وویل: «زموږ د رضاکارانو شمېر د وینې اړتیا ته په کتو توپیر لري، په هغو ورځو کې چې موږ وینې ته اړتیا ولرو نو زموږ رضاکاران ډېر زیات راځي او که وینې ته کمه اړتیا ولرو نو بیا کم راځي.»

خو د سرچینې په خبره، رضاکاران هر دری میاشتې وروسته د وینې ورکولو لپاره د وینې بانک ته مراجعه کوي.

ډاکټر صادق وایي، د رضاکارانو ترڅنګ چې یاد بانک ته مراجعه کوي، د هغوی ګرځند ټیمونه بېلابېلو سیمو ته ځي او د وینې ټولولو کمپاین ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې  کمپاین کوو، تېر کال مو ۲۱۲ کمپاینونه ترسره کړي وو.»

هغه زیاته کړه، په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۰۷ میلیون سي‌سي وینه ټوله شوې او ۳۱۶ زره ناروغانو ته وېشل شوې ده.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.