ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې روږدو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

په کابل کې روږدو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

author avatar
9 Jul 2023 - 18:07
په کابل کې روږدو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو
author avatar
9 Jul 2023 - 18:07

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کابل په څرخي پله سیمه کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د نشه‌يي توکو روږدو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو.

د یاد مرکز پرانیستې مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو پراختیا او د فني او حرفوي مرکزونو د تنظیم رییس مولوی عبدالواحد فایز وویل، په دغه مرکز کې روږدو کسانو ته له درملنې وروسته فني او حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي.

نوموړې وایي، په دغه مرکز کې به د خیاطۍ، برق، بوټانو جوړولو، بیکونو جوړولو او د کور وسایلو د ترمیم په برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي.

هغه وويل، د دغه مرکز په هره څلور مياشتنۍ دوره کې به ۵۳۰ کسانو ته په یادو برخو کې روزنه ورکول کېږي.

د فایز معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د حرفوي زده‌کړو ۱۸۲ مرکزونه فعاليت لري چې ۵۲ يې حکومتي او ۱۳۰ یې د همکارو موسسو دي.

هغه وایي، له دغو مرکزونو تر اوسه شاوخوا ۳۵ زره کسان د حرفوي زده‌‎کړو په بېلابېلو رشتو کې فارغ شوي دي.

دغه راز په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین وویل، دغه مرکز د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو معینیت او د سرې میاشتې په ګډه همکارۍ جوړ شوى دی.

نوموړی وایي، دلته روږدو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي څو ځان او خپلو کورنیو ته حلاله ډوډۍ پيدا کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي وویل، د یوې سروې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور میليون کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ څلور میلیون معتادین لرو او له هر معتاده په اوسط  ډول د کورنۍ اووه نور کسان متاثره کېږي، نو په دې توګه موږ ۲۸ میلیون متضررین لرو.»

دغه راز د دغه مرکز مشر عزت‌الله رحمت پژواک ته وویل چې د دغه مرکز پر جوړولو شاوخوا ۳۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

د یادونې ده، د تېر ۱۴۰۱ کال کې د سلواغې په ۱۲مه په دې سیمه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري هم د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د روږدو د پالنې او حرفوي زده‌کړو حمایوي مرکز «اغوش» جوړ او پرانیستل شوى دى.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.