ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او پاکستاني چارواکو سوداګریزه برخه کې د ستونزو پر حل خبرې کړي

افغان او پاکستاني چارواکو سوداګریزه برخه کې د ستونزو پر حل خبرې کړي

author avatar
18 Aug 2023 - 10:24
افغان او پاکستاني چارواکو سوداګریزه برخه کې د ستونزو پر حل خبرې کړي
author avatar
18 Aug 2023 - 10:24

کابل (پژواک، ۲۷ زمري ۱۴۰۲): اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان د سوادګرۍ وزارت له مرستیال سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوادګرۍ برخه کې شته ستونزې شریکې کړي او پاکستاني لوري یې د حل ډاډ ورکړی دی.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت تېره شپه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دغه سفارت سرپرست سرداراحمد شکیب، د پاکستان د سوادګرۍ وزارت له مرستیال محمدصالح احمد فاروقي سره کتلي دي.

سرچینې لیکلي چې شکیب په دې کتنه کې په تورخم، بولدک، خرلاچي او نورو لارو کې د افغان سوداګرو او موټرچلوونکو ستونزې، په کراچۍ بندر کې یې په کارونو کې ځنډ او داسې نورې ستونزې یادې کړې او ویلي یې دي، دا ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا پرمختګ په برخه کې خنډونه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې شکیب له پاکستاني لوري د دغو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان سوادګرۍ وزارت مرستیال محمدصالح احمد فاروقي، د یادو مسایلو په اړه د وضاحت ورکولو ترڅنګ، د دغو ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړی دی.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت لیکلي، دواړه لورو د مناسبو او ګټورو سوداګریزو اړیکو د اهمیت په درک کولو سره، د یادو ستونزو پر حل، سوداګريز بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د خپلو ژمنو پر عملي کولو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.