ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د لومړنیو توکو بیې ټیټې شوې دي

د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د لومړنیو توکو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
2 Sep 2023 - 16:46
د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د لومړنیو توکو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
2 Sep 2023 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د تېرې اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو له امله، د ډېری لومړنیو توکو په بیو کې کموالی راغلی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (د وږي ۱۱مه) د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۷.۵۰ افغانۍ ده او رز پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو بدلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۴مه د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۳ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۷۰ تبادله کېدې.

د یادونې ده، تېره اونۍ د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شو چې د اونۍ په وروستیو ورځو کې د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ان ۷۵ افغانیو ته راټیټه شوه.

صرافان د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو لامل د مرکزي بانک له لوري د ډالرو لیلامول، په سویلي ولایتونو کې په راکړه ورکړه کې د پاکستانیو کلدارو نه کارول او د بشري مرستو دوام بولي.

د یادلو ده چې له دې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې په ورځینو معاملاتو کې له پاکستاني کلدارو او ایراني تومان استفاده کېده.

د نفتي توکو بیې څه باندې ۷.۵ سلنه ټیټې شوې دي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د تېرې شنبې په‌ پرتله نن د یو لېټر پټرولو بیه له ۷۳ نه ۶۷ افغانیو او د یو لېټر ډیزلو بیه له ۶۵ څخه ۶۰  افغانیو ته رالوېدلې ده.

هغه وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښټ ټیټېدو سره د مارکېټونو د تنظیم ریاست یوه نرخ‌پاڼه ټاکلې چې دوی یې په عملي کولو مکلف دي. خو دا په داسې حال کې ده چې په نړۍوالو بازارونو کې د نفتي توکو بیې لوړې دي.

دغه راز، د کابل ښار کلوله‌پشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل، د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۴ نه ۵۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

نوموړی وايي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو له امله د ګار په ګډون د ځینو نورو توکو بیې ټیټې شوې دي.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې څه باندې ۷ سلنه ټیټې شوې دي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو په نسبت نن په عمده ډول د‎ ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه له ۱۶۰۰ ‎نه ۱۵۰۰ افغانیو، د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانيو وریجو بیه له  ۳۰۰۰ نه ۲۷۵۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۵۵۰ نه ۳۴۵۰ افغانیو، د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو، د یو کیلوګرام افریقایی تور چای بیه له ۴۰۰ نه ۳۵۰ افغانیو او د یو کیلوګرام شین اندونیزیایی چای بیه له ۳۵۰ نه ۳۲۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د یادو توکو بیې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو له امله راټیټې شوې دي.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۲۸۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۷۰ افغانۍ، او یو کیلوګرام افرقایی تور چای په ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې ټیټې شوې دي

د کابل پر تیموشاهي جاده د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې پر نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زرو بیه له ۴۳۵۰ نه ۴۰۰۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

هغه وايي چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیارو روسي سرو زرو بیه له ۳۴۰۰ نه ۳۰۰۰ افغانیو را راټیټه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیې ټیټېدل په نړۍوالو بازارونو کې د هغه بیې ټیټوالي پورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ تېره ورځ د ځینو لومړینو توکو لپاره نوې نرخ‌پاڼه ټاکلې خو د هټۍوالو له لوري د وړاندې شوو بیو له مخې، دم‌ګړۍ د ډېری لومړینو توکو بیې د نرخ‌پانې پر بنسټ نه دي، هتۍوالو په دې تړاو پژواک ته وویل، هغه توکې چې اوس یې پلوري، د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت له ټیټېدو مخکې یې پېرلي دي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.