ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال لویه لار د سالنګ تونل کې د کانکریټ‌ اچونې له امله وتړل شوه

د شمال لویه لار د سالنګ تونل کې د کانکریټ‌ اچونې له امله وتړل شوه

author avatar
9 Sep 2023 - 19:29
د شمال لویه لار د سالنګ تونل کې د کانکریټ‌ اچونې له امله وتړل شوه
author avatar
9 Sep 2023 - 19:29

کابل (پژواک، ۱۸وږي ۱۴۰۲): د سالنګ لارې د څار او ساتنې مسوولین وایي، د شمال لویه لار د سالنګ تونل کې د کانکرېټ‌اچونې چارو تر بشپړېدو د هر ډول ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

اوس مهال د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک بیارغونې او ترمیم کار روان دی، له همدې امله د تېرې زمري میاشتې له ۱۳مې پر یاده لار یوازې د شپې له خوا په نوبت،  یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال ته د تګ اجازه ورکول کېږي. او د ټولګټو وزارت تېره ورځ ویلي و چې دغه لاره د وږي په ۱۹ مه سالنګ تونل کې د کانکرېټ‌اچونې چارو تر بشپړېدو د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

دسالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول عبدالحلیم آغا نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار سر له نن ماښامه د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

هغه وویل: «یو شمېر موټر چې له شمال لوري، له تونله د وتو په نیت  په سالنګونو کې بند پاتي، یواځې همدې موټرو ته به نن شپه د سهار تر شپږو بجو له تونله د تېرېدو اجازه ورکړل شي، او نور موټر له دواړو له لوري بند شوي موټر چلوونکي دې سالنګ لور ته له سفر کولو ډډه وکړي.»

د ټولګټو وزارت د مطبوعاتو مسوول محمداشرف حق‌شناس تر دې مخکې ویلي و چې د ترافیکو پر مخ د یادې لارې تړل کېدو کره موده نه ده معلومه، خو کېدای شي چې د کانکرېټ چارې یې له میاشتې زیات وخت واخلي.

دغه راز د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهان وايي، موټر چلونکي او مسافر کولی شي چې د پروان ولایت اړوند پء شیبر درې او د پنجشیر ولایت اړوند خاواک په نوم کوتل سفر وکړي.

هغه وایي، د سالنګ پر بدیلو یادو دوو لارو امنیتي ګزمې پیل شوي او مسافر کولی شي شپه او ورځ پر دغو دواړو لارو له شمال څخه کابل او له کابل څخه شمالي ولایتونو ته سفر وکړي.

Visits: 1531

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.