ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یوه ځوان ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی

ننګرهار کې یوه ځوان ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی

author avatar
10 Sep 2023 - 11:24
ننګرهار کې یوه ځوان ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی
author avatar
10 Sep 2023 - 11:24

جلال‌اباد (پژواک، ١٩ وږی ۱۴۰۲): ننګرهار کې يو ځوان په خپل شخصي لګښت او کمو امکاناتو ګرځنده وړيا کتابتون جوړ کړی چې موخه يې مطالعې ته د خلکو هڅول دي.

رحمان‌الله اتل تراوسه د ننګرهار او کابل ولايتونو په عامه ځايونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، پارکونو او ښوونيزو مرکزونو کې له شلو زيات نندارتونونه جوړ کړي او خلکو ته يې د وړيا مطالعې زمينه برابره کړې ده.

هغه وايي، موخه يې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ رواجول او هغو نجونو ته د مطالعې زمينه برابرول دي چې پر وړاندې یې د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له امله له کتابه لرې پاتې شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين هم د دغه ځوان د هڅو ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي چې د ستونزو په حل کې به ورسره مرسته وکړي.

رحمان‌الله اتل شاوخوا يو نيم کال مخکې د خپل پلار له خوا ورکړل شوی ګرځنده مبايل خرڅ کړی او په لاس ورغلو ۹۵۰۰ افغانيو يې دغه ګرځنده کتابتون جوړ کړی چې تر اوسه يې يوازې په ننګرهار کې ۲۰ نندارتونونونه جوړ کړي دي.

اتل پژواک ته وويل: «موخه مې له وطن سره مينه ده، ټولنه کې د مطالعې فرهنګ زياتوالی او دا چې د خويندو پر وړاندې تعليمي دروازې تړل شوي، هغوی ته د مطالعې او کتاب لوستلو د زمينې برابرول دي.»

هغه زیاتوي، خپل نندارتونونه په عامه ځايونو، پارکونو، پوهنتونونو، ښوونځيو او انسټيټوټونو (ښوونيزو مرکزونو) کې جوړوي؛ ځکه له یوې خوا هلته د خلکو او ځوانانو ګڼه ګوڼه زياته وي او بل هرڅوک ورته لاسرسى پيدا کوي.

اتل زیاتوي، کتابونه يې ټول خپل دي، خو پيسې يې د نندارتونونو پر جوړولو مصرف کړې چې شته پيسو باندې توانېدلی د ننګرهار سربېره په کابل کې هم دوه نندارتونونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «زما په نندارتونونو نور لګښت نه راځي، يوازې د چوکۍ او مېزونو د کرايه پيسې دي، هغه هم ډېر کله د پوهنتونونو، ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو له چوکۍ او مېزونو ګټه اخلم.»

اتل زياتوي، پلان لري چې ټول هېواد کې د کتابونو نندارتونه جوړ کړي خو د دري کتابونو او د ټرانسپورټ په برخو کې ستونزې لري.

هغه وايي: «غواړم، خپل دغه کتابتون د افغانستان ټولو ولايتونو، ټولو ولسواليو او کليو ته ورسوم خو يو دا چې د کتابونو انتقال لپاره کومه وسيله نه لرم او بل د میزونو او چوکيو برخه کې هم ستونزه لرم.»

بلخوا د ننګرهار اوسېدونکي د دغه کتابتون جوړېدل د مطالعې د فرهنګ رواجولو لپاره ګټور ګڼي.

فضل‌رحمان چې جلال‌اباد ښار کې يې د رحمان‌الله اتل له خوا جوړ شوي د کتابونو يوه نندارتون کې برخه اخیستې، وايي، دا ډول فعاليتونه د ټولنې د پرمختګ او د مطالعې فرهنګ رواجولو لپاره ډېر ګټور دي.

هغه وایي: «له ځوانانو مې غوښتنه دا ده چې په دغه ډول پروګرامونو کې برخه واخلي، د مبايل د استعمال ترڅنګ کتابونه هم باید مطالعه کړي.»

د جلال‌اباد ښار يو بل اوسېدونکی ويس احمد چې په خپل ښوونځي کې د جوړ شوي دغه ډول يو نندارتون برخوال و، وايي، ډېر ګټور کتابونه يې په کې مطالعه کړي دي.

هغه غوښتنه کوي چې دا ډول نندارتونونه بايد ډېر شي چې ځوانان په وړيا ډول کتابونه ولولي او د مطالعې شوق پيدا کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هم د دې چارې ملاتړ کوي.

د دغه رياست د اطلاعاتو آمر صديق‌الله قريشي بدلون پژواک ته وويل: «په ننګرهار کې په علمي، ادبي او بلخصوص د مطالعې د ترويج په برخه کې چې د دغه ولایت هر يو ځوان دا ابتکار کوي، لکه د اتل په شان ګرځنده کتابتونونه جوړوي، د دې لپاره خپل وخت او امکانات مصرفوي، موږ يې د دغو هڅو ستاينه او ملاتړ کوو.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، ننګرهار کې يې د مطالعې فرهنګ غوړېدو په موخه جلال‌اباد ښار کې يو لوی کتابتون هم جوړ کړی چې هره ورځ ورته لسګونه ځوانان د مطالعې لپاره ورځي.

Views: 220

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.