ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر والي: د ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړیږي

د لوګر والي: د ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړیږي

author avatar
19 Mar 2024 - 15:53
د لوګر والي: د ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړیږي
author avatar
19 Mar 2024 - 15:53

پل‌علم (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د لوګر والي وایي چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.

د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني د مرکز پل‌علم او ولسوالیو محاکمو له مسوولینو سره په یوه ناسته کې وویل، د اسلامي امارت رهبرۍ د ځانګړي حکم له مخې د محمداغې، خوښۍ، بره‌کي‌برک، ازرې، څرخ او خروار ولسوالیو محاکمو ته اداري ودانۍ جوړېږي.

مدني زیاته کړه، د ولسوالیو محاکمو لپاره ودانۍ به د یوه کال په ترڅ کې د اسلامي امارت د پراختیایي بودجې څخه جوړې شي چې د یوې محکمې ټولې اداري اړتیاوې به بشپړې کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه: «لوګر ولایت په ډېری ولسوالیو کې محکمې اداري ودانۍ نه لري او کارکوونکي یې له پراخو ستونزو سره مخ دي، د اسلامي امارت رهبري تازه حکم کړی چې په راتلونکي یوه کال کې د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.»

والي زیاته کړه، د ولسوالیو محاکمو ودانیو جوړېدو لپاره یې عدليې، ښارجوړونې، کرنې او ښاروالۍ ریاستونو او یو شمېر مسلکي انجنیرانو ته دنده سپارلې، څو یادو محاکمو ته په ولسوالیو کې معیاري ودانۍ جوړې کړي.

د یادونې ده چې دا مهال د لوګر ولایت په ولسوالیو کې محکمې خپلې ودانۍ نه لري او کارکوونکي یې د امنيې قوماندانیو په یوه خونه کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.