ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکایي ډاکټرانو د خنزیر پښتورګی یو انسان ته پیوند کړ

امریکایي ډاکټرانو د خنزیر پښتورګی یو انسان ته پیوند کړ

author avatar
22 Mar 2024 - 18:41
امریکایي ډاکټرانو د خنزیر پښتورګی یو انسان ته پیوند کړ
author avatar
22 Mar 2024 - 18:41

اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): د ا مریکا د متحدو ایالتونو د باسټن پوهنتون ډاکټران وايي چې په لومړي ځل او په بریالي ډول یې د خنزیر پښتورګې (ګردې) یو انسان ته پیوند کړ.

ډاکټران وايي په ژینیټیکي توګه د خنزیر دا پښتورګی د پښتورګو په رنځ اخته بیمار لپاره برابر و.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د باسټن ایالت د ماسچوسیتس عمومي روغتون په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې یو ژوندي انسان ته د خنزیر د پښتورګي انتقال او پیوند د خپل ډول لومړي بریالي عملیات دي.

تر دې مخکې د مغزي سکتې بیمار ته د حیوان د بدن د غړو د موقتي انتقال او نصب هڅه شوې وه چې انسان ته د خنزیر د زړه د انتقال دوه ناکام عملیاتونه هم په کې شامل وو.

ډاکټران وايي چې دا رنځور ریچارد ریک سلیمن نومېږي، ۶۲ کلن او د ماسچوسیتس د وایموت سیمې اوسېدونکی .

دوی زیاته کړې چې تر پیوندکارۍ وروسته دغه ناروغ اوس په رغېدو دی او ژر به له روغتون څخه خپل کور ته رخصت شي. دا عملیات د همدې میاشتې په سر کې شوي.

د ماس جنرال بریکهم روغتون مشرې ان کلبانسیکي وویل چې د روغتون ډاکټران او محققان یې د طبي تغیر او د هغو ناروغیو د درملنې لپاره، چې رنځوران ورسره په ورځني ژوند کې مخامخ دي، د ساینس او علم داسې بریدونو ته ځانونه رسوي.

هغې زیاته کړې: «د پښتورګو له لومړي بریالي عملیاتو تقریبآ اووه لسیزې وروسته، زموږ ډاکټرانو یو ځل بیا ثابته کړه چې مبتکرانه درملنه او زموږ او په نړۍ کې د نورو رنځورانو د رنځ په اسانه کولو کې مرسته کولای شي.»

له لسیزو ناکامو تجربو وروسته دغه عملیات د پام وړ او لوی پرمختګ بلل کېږي.

Views: 510

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.