اسعداباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې دې د ځنګلونو ساتنې په موخه د شنې قطعې ځواکونو شمېر ډېر او په عصري او مجهزو وسایلو سمبال شي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر حاجي عبدالنبي وایي، لا هم د دغه ولایت په ځینو لرو پرتو سیمو کې په خپلسري توګه د ځنګلونو شنې ونې وهل کېږي.
هغه وویل: «کونړ کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې تر ډېره د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخنیوی شوی، خو په ځینو سیمو کې لا هم د ځنګلونو شنې ونې په ډېرې بېرحمۍ وهل کېږي او په پټه قاچاق کېږي.»
نوموړی وایي، که حکومت په دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې په موخه د رامنځته شوې شنې قطعې تشکیل ډېر او په عصري وسایلو او وسایطو یې سمبال کړي، په ډېرې اسانۍ سره به د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.
ورته مهال، د شیګل ولسوالۍ د قومي شورا مشر حاجي احسانالله وایي، ځنګلونه ملي شتمني ده او زیاتوي چې خلک او حکومت یې باید په ګډه د له منځه تلو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه: «موږ یې دلته د قومي تړو پر اساس هم ساتنه کوو، دا هم زموږ او هم د دولت مسوولیت دی، خو که د شنې قطعې پرسونل ډیر شي، دا کار به نور هم اسانه کړي.»
خو بل لور ته، د دغه ولایت امنیتي مسوولین وايي، هڅه کوي د ځنګلونو د وهلو او چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه ونیسي او زیاتوي چې د تېرو نږدې درېیو کلونو په موده کې یې په همدې تړاو ډېر شمېر کسان هم نیولي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مطبوعاتو مسول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره په کونړ کې د تازه ځنګلونو د وهلو مخنیوی شوی، موږ د ځنګلونو وهنې په تړاو تېرو کلونو کې ګڼ شمېر کسان نیولي او مجازات کړي دي.»
نوموړی زیاتوي، د ځنګلونو د ساتنې ځواکونو په مرسته یې تېرو کالونو کې سلګونه جوړې چهاتراش لرګي چې په پټه قاچاق کیدل هم نیولي دي.
هغه مني چې د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه دغه ولایت ته د شنې قطعې ورکړل شوی تشکیل کم دی او نشي کولی په کمو امکاناتو سره د ټولو ځنګلو ساتنه وکړي، خو زیاتوي که تشکیل یې ډېر او په عصري وسایلو او وسایطو سمبال شي، په اسانۍ سره به د ځنګلونو ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په خوست ولایت کې د ځنګلونو د شنو ونو د وهلو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.