کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي چې تېره اونۍ د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۸۵ زره او ۷۱۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه انتقالات تېره اونۍ د کب له لسمې تر ۱۶مې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې موده کې د حیرتان بندر له لارې ۶۶ زره او ۶۲۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې دوه زره او ۳۰۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۱۲ ټنه او د هرات – خواف بندر له لارې ۴ زره او ۷۶ ټنه انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویلي چې په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي شامل دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو انتقالاتو له ډلې دوه زره او ۳۹۰ ټنه توکي ترانزیټي او صادراتي دي چې د صادراتو ډېره اندازه وچه مېوه، انار، کېنو او کچالو دي.
ټولګټو وزارت وایي، په هره اندازه چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه لوړیږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه رامنځته کېږي، ملي عواید ورسره ډېریږي او اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان بسیاینې ته لار هواریږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې ۴۱۴ زره او ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP