Language

د تکواندو یوه افغان لوبغاړي انګلستان کې د سرو زرو مډال ګټلی

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري انګلستان کې د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د خپلو څلورو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د تکواندو «G1» سیالۍ تېره ورځ د انګلستان په منچسټر ښار کې ترسره شوې چې د اروپا، امریکا، اسیا او افریقا هېوادونو د تکواندو لوبغاړو په‌کې برخه اخیستې وه.

نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې یې خپلو دوو انګلستاني، یو د توګو او بل د پورتوریکو هېواد لوبغاړو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې ۵۸۵ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

دغه افغان ورزشکار اوس‌مهال د انګلستان په منچسټر ښار کې ژوند کوي.

د یادونې ده چې فرازد منصوري د تېرې کب میاشتې په ۲۶مه هم بلجیم کې د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې خپل فرانسوي او هالنډي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دویم مقام ګټلی و.