غزنيښار (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): غزني ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ وايي، له دغه هېواده په داسې جبر را وایستل شول چې له کاروبارونو نیولې بیا د کور تر سامانونو هر څه ترې پاتې شول.
د غزني ولایت یوه اوسېدونکي بسمالله چې شاوخوا ۲۳ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی او تازه خپل وطن ته راستون شوی وویل، هلته له ډېرو کلونو کار او روزګار وروسته په داسې ډول را وایستل شو چې په خبره یې، ټوله شتمني ترې پاتې شوه.
هغه زیاته کړه: «په ښه وضعیت کې نه یو راوتلي، ناڅاپي یې را واړولو، د کور ټول سامانونه، پیسې او هرڅه رانه پاتې شول.»
شېرګل د غزني بل اوسېدونکی دی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو په دویمه روانه لړۍ کې له دغه هېواد افغانستان ته راکډه شوی دی.
هغه وویل، پاکستاني پولیسو یې په ورځ کې څو ځلې پر کورونو او کارځایونو چاپې وهلې او سخت یې ځورول.
د هغه په خبره: «ویې نيولم، د وهلو ټکولو ترڅنګ درې ورځې ورسره بندي وم، ۳۰ زره روپۍ او یو موبایل یې رانه واخیستل، له خوشي کېدو سره یې سم وطن ته په راتګ مجبور کړم.»
نورګل هم چې همدا دوه ورځې مخکې له پاکستانه غزني ته له خپلې کورنۍ سره راکډه شوی وايي، نږدې ۳۰ کاله یې د پاکستان په پنجاب کې تېر کړل، خو پاکستاني پولیسو ورباندې دومره زور وکړ چې د خپل کور توکي یې هم ورته پرېښودل او وطن ته راغلی.
هغه وویل: «موږ ته یې ضربالاجل وټاکه چې ټول به په پنځو ورځو کې وځئ، دومره کم وخت کې هيڅ نه کېدل؛ د وسایلو خرڅولو لپاره مو وخت نه درلود، موټر نه پیدا کېدل، بس ټول سامانونه رانه پاتې شول.»
د هغوی په خبره، د ځورولو کیسه یې له خپلو سیمو تر راوتلو محدوده نه وه، بلکې په لارو کې به هم پاکستاني پولیسو پیسې ترې اخیستې، دغه راز به موټرچلوونکو هم د دوی له مجبوریته ناسمه استفاده کوله او کرایې یې لوړې کړې وې.
دا یوازې غزني ته له پاکستانه د تازه راستنو شوو داستان نه دی، بلکې له دغه هېواده راغلې هره کورنۍ لسګونه دغه ډول بدې خاطرې لري چې په ښکاره له بشري او د کډوالو له حقونو د پاکستاني حکومت پر سرغړونو دلالت کوي.
د معلوماتو له مخې، غزني ولایت ته له تېرې نږدې میاشتې راهیسې له کوزې پښتونخوا او د پاکستان له بېلابېلو ایالتونو زرګونه افغان کورنۍ راکډه شوې چې ډېرې یې سرپناه او ان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP