غزني (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني ښار د څلورمې او پنځمې ناحیو مربوطاتو کې د دوو سړکونو او دوو استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستي پر مهال د غزني ښاروالۍ سکټوري او مسلکي امر فضلاحمد مدني وویل، پر یادو پروژو څه باندې ۳۲ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانګ له لوري ورکول کېږي او تخنیکي چاري یې د خدمتونو دفتر یا (UNOPS) موسسه پر مخ وړي.
هغه زیاته کړه، په دې پروژو کې شامل سړکونه چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او اووه متره سور لري.
د نوموړي په خبره، په یادو پروژو کې د دوو استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي چې په قلعه امیرمحمدخان او توحیداباد سیمو کې به د پنځه سوه مترو په اوږدوالي، څلور متره لوړوالي او یونیم متر سور په درلودو جوړ شي.
هغه ونه ویل چې د یادو پروژو چارې به په څومره موده کې بشپړې شي خو په خبره یې چې هره ورځ به پهکې ۴۰۰ کسان په کار بوخت وي.
ورته مهال، د غزني ښار د یادو سیمو اوسېدونکي د یادو پروژو پر پلې کېدو خوشاله دي او له حکومت او همکارو موسسو د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP