غزني (پژواک، ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴): د غزني ولایت په کوربهتوب د «غزني سټارز» او «پکتیکا سمسور» لوبډلو ترمنځ د درېیو شلاوریزو دوستانه سیالیو لوبلړۍ د «غزني سټارز» لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د کرکټ امریت د کلني پلان له مخې ترسره شوې چې پهکې غزني سټارز لوبډلې پرلهپسې دوه سیالۍ وګټلې او درېیمه لوبه د خرابې هوا له امله لغوه اعلان شوه.
نوموړي زیاته کړه: «د لوبلړۍ پایله ۲–۰ د غزني سټارز په ګټه اعلان شوه او دغه لوبډله د دې لړۍ اتله وګرځېده.»
د پکتیال په خبره، د دې دوستانه سیالیو هدف د کرکټ د ودې ترڅنګ د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د ځوانانو ترمنځ یووالی، همغږي او ورورولي رامنځته کول وو.
ورته مهال، یو شمېر لوبغاړي وایي چې دا ډول سیالۍ نه یوازې د لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ فضا پیاوړې کوي، بلکې د ولایتونو ترمنځ د کرکټ اړیکو او رقابت ته هم مثبته وده ورکوي.
د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې د غزني ولایت د کرکټ مینهوال ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP