ژبه

د برېکس مشران د اقتصادي همکاریو په اړه غږېدلي

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): کرملين اعلان کړی چې د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د سوداګرۍ په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاليسیو او نړۍوال اقتصاد پر اوسني وضعیت د بحث لپاره ځانګړې انلاین ناسته جوړه کړې ده.

د روسیې سپوټنیک اژانس د کرملین د بیانیې په حواله راپور ورکړی چې دا ناسته پرون (دوشنبه) د برازیل د ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سلوا په نوښت جوړه شوې ده.

د کرملین په بیانیه کې راغلي: «د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ د اوسني نړۍوال اقتصادي وضعیت له په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ، اقتصادي، مالي، پانګونې او نورو برخو کې د همکارۍ مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.»

کرملین ویلي: «د برازیل د ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سلوا په نوښت، پرون دوشنبه د برېکس غړو هېوادونو ځانګړې انلاین ناسته جوړه وشوه، څو د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګریزو پاليسیو په اړه خبرې وکړي.»

په همدې حال کې، ټاس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د برېکس انلاین ناسته کې په خپله وینا کې د لوېدیځ د یو اړخیزو بندیزونو او له اغېزو سره یې د مقابلې لپاره د ګډ ميکانیزم جوړولو وړاندیز وکړ.

پزشکیان ټینګار کړی چې نړۍ باید د یوه عادلانه او څو قطبي سیسټم د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره د اقتصادي بندیزونو په څېر د وسیلو له استفادې ډډه وکړي او برېکس او د شانګهای همکاریو سازمان کولای شي په دې هڅه کې مهم رول ولوبوي.

خو دا څرګنده نه ده چې ایا نورو هېوادونو له دې طرحې ملاتړ کړی او کنه.

د یادونې ده، برېکس یوه بین‌الحکومتي ټولنه ده چې په ۲۰۰۶ کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړه شوه او په ۲۰۱۱ کال کې سوېلي افریقا هم ورسره یوځای شوه.

د ۲۰۲۴ کال په پیل کې څو نور هېوادونه له برېکس سره یوځای شول.

له دې مخکې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي وو چې بېلاروس، بولیوي، قزاقستان، ټایلنډ، کوبا، یوګاندا، مالیزیا، اوزبېکستان او نور هېوادونه د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې په رسمي ډول د برېکس غړیتوب اخیستی دی.