غزني ښار (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د «ووشو» سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د ووشو سیالۍ د بدني روزنې ریاست او د ووشو فدراسیون په ګډه همکارۍ د دوو برخو (تلو او سانډا) کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د دولتي جمنازیوم په تالار کې د دوو ورځو لپاره ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، دغه سیالۍ وړمه ورځ پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
د هغه په وینا، په دغو سیالیو کې د بېلابېلو عمرونو ورزشکارانو ګډون کړی وو. د پایلو له مخې، په دغو سیالیو کې د خاک غریبا کلپ لومړی مقام، د نوآباد کلپ دویم او د اندړو ولسوالۍ د میري کلپ درېیم مقام ترلاسه کړی دی.
هغه وویل، یادې سیالۍ د غوره څېرو د پېژندلو او د راتلونکو منتخبو سیالیو لپاره د ورزشکارانو د چمتووالي په موخه ترسره شوې.
په همدې حال کې، د دغو سیالیو ګډونوال خوښي څرګندوي او وايي چې په غزني ولایت کې د ووشو ورزشکاران او مینهوال ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
د ووشو یوه ورزشکار عمرزي پژواک آژانس ته وویل، دوی د په لږو امکاناتو سره سیالۍ کوي او هیله لري چې په راتلونکي کې وکولای شي د ووشو په نړۍوالو سیالیو کې برخه واخلي او افغانستان ته برياوې او ویاړونه راوړي.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د والیبال یو میاشتنۍ سیالۍ هم پیل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP