Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان ته راستنو شوو یو شمېر کسانو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون نن په کابل کې ۲۱ هغو کسانو ته د خونديتوب کارتونه ورکړل چې له بهره هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کېمسیون مشر شیخ شهاب‌الدین دلاور نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه د عفوې تر فرمان وروسته یاد کمېسیون په دې موخه جوړ شو څو هغه کسان چې بهر ته تللی، په پوره ډاډ بېرته هېواد ته راستانه شي.

هغه په بهر کې مېشتو افغانان غږ وکړ: «د اسلامي امارت دروازه د ټولو پرمخ خلاصه ده، هر څه چې وايي، امنیت غواړي، مصوونیت غواړي، پانګونه کوي، هر څه چې غواړي دلته یې پرمخ دروازې خلاصې دي؛ کوم حق چې موږ لرو هغه یې هم لري، اګر که شل کاله یې جنګ هم کړی وي، خلاص دی، هېڅ حساب نه ورسره کېږي.»

دلاور وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، په بهر کې د هېڅ افغان عزت نه شته او ټولو راغلو کسانو ته د یو باوري کمیسیون له لوري د خوندیتوب داسې کارتونه ورکول کېږي چې هېڅوک ورته مزاحمت نه شي رسولی.

هغه ټولو بهرمېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «ته زموږ ورور یې، خدای (ج) عالم ده چې موږ به ډېر مجرم و او که ته به ډېر مجرم وې، هغه حسابونه له خدای (ج) سره دي.»

د یاد کمېسیون د دارلانشاء مشر مولوي ذاکرالله ذاکر په نننۍ ناسته کې وویل چې د دغه کمېسیون غړي د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي دي او کوم کس چې د خونديتوب کارت ترلاسه کړي، هېڅوک ورته اذیت نه شي رسولی.

له بهر نه راستون شوي پخواني جهادي قوماندان زرداد فریادي چې یاد کارت یې ترلاسه کړی، وویل: «په پردي وطن کې هېڅ عزت نشته، دا وطن موږ ته د مور حیثیت لري او چې د مور حفاظت ونه کړو او په دې خپله خاوره باندې غیرت ونه کړو نو موږ به ولس ته هم شرمنده یو او خدای ته به هم شرمنده یو.»

د نظام‌الدین حسامي په نوم له بهر راستون شوي بل کس هم د کمیسیون له چارواکو د مننې تر څنګ وویل: «غواړم یوه خبره هغو کسانو ته چې له هېواده تللی، کولای شي راشي او خپل وطن جوړ کړي.»

 په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل. د دغه کمېسیون د معلومات له مخې، تردې دمه د یاد کمیسیون له لارې ۱۲۵۵ کسان له بهره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.