ژبه

غزني کې خبریالانو ته «د بیان ازادي» تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په دغه ولایت کې خبریالانو ته د بیان ازادي تر عنوان لاندې جوړ شوي سیمینار کې ویلي، د بیان د ازادۍ ارزښت ته باید رسنۍ پام وکړي او راپورونه دې د واقعیتونو له مخې چمتو کوي.

 په یاد سیمینار کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت جوړ شوی و، د بیان د ازادۍ، ژورنالېزم، رسنیزو اصولو او د ژورنالېستانو مسلکي مسوولیتونو په اړه خبرې وشوې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، د بیان د ازادۍ ارزښت ته باید رسنۍ ژور پام وکړي او خبریالان باید راپورونه د واقعیتونو له مخې چمتو کړي.

هغه زیاته کړه، د بیا ازادي دې وايي چې د واقعیتونو پر بنا راپور جوړ شي، له دروغو ډډه په‌کې وشي او د چا توهین په کې ونه شي.

هغه زیاته کړه، ژورنالېزم یوه سپېڅلې دنده ده، خو مسلکي اصول، ملي ارزښتونه او د اسلامي ټولنې درناوی باید په‌کې رعایت شي.

د خوست د شیخ زاهد پوهنتون یوه استاد دوکتور جاوېد احمد شکېب وویل، د بیان ازادي د انسان ارثي حق دی او کولای شي چې هر کس د خپل عمل او کار ته ځواب ویوونکی وي او د ټولني او کارونو کې د مثبت بدلون رامنځته کولو وسیله ده.

هغه زیاته کړه، د بیان ازادي واقعیتونو او حقایقو ته د رسېدو لار او د ټولني د پرمختګ وسیله ده.

په سیمینار کې خبریالانو معلوماتو او مسلکي زده‌کړو ته نه لاسرسی خپلې عمده ستونزې یادې کړې.

غزني کې سیمه‌ییز خبریال رحیم‌الله امیني وویل، دا ډول پروګرامونه د خبریالانو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره اړین دي او هیله یې څرګند کړه چې دوام ومومي.