ژبه

امريکا د افغانستان پاسپورټ‌لرونکو لپاره د ويزې ورکولو لړۍ وځنډوله

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان په پاسپورټ سفر کوي، د ویزې صادرول سملاسي ځنډول شوي دي.

الجزيرې راپور ورکړی چې دا پرېکړه تېره جمعه په داسې حال کې اعلان شوه چې د امريکا د کډوالۍ ادارو د پناه‌غوښتنې د ټولو دوسيو په اړه د تصمیم‌نیونې لړۍ د درېدو خبر هم ورکړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو پر خپله اېکس‌پاڼه ټینګار کړی چې د بهرنیو چارو وزارت «د افغانستان ټولو پاسپورټ‌لرونکو ته د ويزې ورکولو» بهير ځنډولی دی.

روبیو ليکلي: «زموږ د هېواد او خلکو خوندیتوب تر بل هر څه مهم دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه (د لیندۍ ۵مه) سپينې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې وشوې او سخت ټپیان شول. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ويلي چې سارا بېکسټروم چې له دغو ټپيانو څخه یوه وه، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي ويلي چې د دغه بريد په تړاو نیول شوی کس له افغانستانه امريکا ته تللی. د هغه په وينا، دغه ډول کسان د جو بايډن د ولسمشرۍ په موده کې پرته له اړینو امنيتي څېړنو امريکا ته داخل شوي وو.

د یادونې ده، د متحده ايالتونو د تابعيت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) هم له دې پېښې وروسته اعلان کړی چې د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنليکونو څېړلو بهير يې درولی دی.