ژبه

قطر پر لبنان د اسرائیل بریدونه وغندل

سهراب سروری

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۰

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د قطر د بهرنیو چارو وزارت د لبنان په سوېل کې د اسرائیل تازه بریدونه چې له امله یې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي، غندلي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د لبنان په سوېل کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان چې د لبنان د پوځ درې سرتېري هم پکې شامل دي، وژل شوي؛ هغه پېښه چې د لبناني چارواکو، حزب‌الله او ایران غبرګونونه یې راپارولي دي.

د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د لبنان د پوځ یو برید جنرال، یو افسر او یو سرتېری د خردلي – نبطیه پر لاره د تېرېدو پر مهال وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غندلو سره ویلي چې دا «خطرناک کړکېچن وضعیت، د لبنان د حاکمیت ښکاره نقض او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه» ده.

یاد وزارت له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې پر لبنان د اسرائیل د پرله‌پسې بریدونو د درولو، د نړۍوالو قوانینو او کنوانسیونونو د درناوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه‌لیک د بشپړ پلي کېدو لپاره پر اسرائیلي چارواکو فشار راوړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د لبنان جمهوریت، د هغه د ملي یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د قطر پر ثابت دریځ او له هغو ټولو هڅو پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی چې د لبنان ثبات او هوساینه پیاوړې کوي.