کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې په سره سمندرګي کې د اسراییلي بېړیو د تګ راتګ بشپړ بندیز عملي شوی او د دغو بېړیو هر ډول خوځښت «پوځي هدف» ګڼل کېږي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن دوشنبه ویلي چې له دې وروسته به په سره سمندرګي کې له اسراییلو سره تړلې ټولې بېړۍ پوځي هدفونه وبلل شي.
نوموړي ویلي: «موږ په سره سمندرګي کې د دښمن د سمندري تګ راتګ بشپړ بندیز اعلانوو او هر ډول صهیونیستي خوځښت د خپلو ځواکونو لپاره پوځي هدف ګڼو.»
هغه زیاته کړې چې د یمن وسلهوال ځواکونه به «د کړکېچ زیاتېدو ته په زیاتېدو» ځواب ورکړي او د هغوی عملیات به هم د جګړې له وضعیت سره سم پراخ شي.
یحیی سریع ویلي چې د هغوی عملیات به تر هغه دوام ولري چې بریدونه او کلابندي دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ کړکېچ له تېرې شپې راهیسې یو ځل بیا اوج ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، ایران په اسراییلو کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي او اسراییلو هم په ایران کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران د اسراییلو پر وړاندې د «نصر عملیاتو» د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په اسراییلو کې یې د «نواتیم او تلنوف» ستراتېژیکو هوايي اډو مهم مرکزونه په نښه کړي دي.