ژبه

ایران په سیمه کې پر امریکايي اډو د متقابلو بریدونو خبر ورکړی

سهراب سروری

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۲

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د امریکا مرکزي قومانداني (سنټکام) وایي چې په ایران کې یې پر مهمو موخو د بریدونو نوې لړۍ ترسره کړې؛ په غبرګون کې تهران اعلان کړی چې په سیمه کې یې د امریکا د پوځ ۱۸ مهم اهداف په دوو عملیاتي پړاوونو کې په نښه کړي دي.

وروسته له هغه چې امریکا او ایران پرون د یو بل پر اهدافو متقابل بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ناوخته (چهارشنبه) په خپلې ټروت سوشل شبکه کې لیکلي وو چې ایران د یوې هوکړې ترلاسه کولو لپاره مذاکرات «تر اړتیا زیات اوږده کړل او اوس یې باید بیه پرې کړي.»

په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) نن سهار د افغانستان پر وخت دوه بجې او شپږ دقیقې او د امریکا د ختیځ وخت له مخې د ماښام په پنځه او پنځلس پر خپلې اېکس‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې اعلان وکړ چې د ډونالډ ټرمپ په امر یې په ایران کې پر څو موخو بریدونه پیل کړي دي.

سنټکام ټینګار کړی: «دغه بریدونه د ایران د بې‌دلیله او دوامدارو تېریو په ځواب کې ترسره کېږي.»

له هغه وروسته، سنټکام د سهار پنځه بجې او ۳۴ دقیقې په یوه بله خبرپاڼه کې د ایران پر ضد د عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د ایران په بېلابېلو سیمو کې د پوځي څارنې وړتیاوو، مخابراتي سیسټمونو او هوايي دفاعي مرکزونو پر ضد ترسره شوي دي.

بلخوا، د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران عامه اړیکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د دغو بریدونو غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکا د پوځ ۱۸ مهم اهداف په دوو عملیاتي پړاوونو کې په نښه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، سپاه پاسداران ویلي چې په کویټ کې د علي السالم او احمد الجابر هوايي اډې او همدارنګه په بحرین کې د شیخ عیسی هوايي اډه تر برید لاندې راغلې دي.

هم‌مهاله، ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ادعا کړې چې «د ایران له مستقیم تماس او د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا د بریدونو درولو له غوښتنې» وروسته یې پر ایران د تازه بریدونو بندولو امر کړی دی.

خو د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران په سوېل کې د امریکا د بریدونو درېدنه، د ټرمپ د ادعا خلاف، د تهران د «پیاوړي ځواب» له امله وه.

له بلې خوا، د سپاه پاسداران د هوايي او فضايي ځواکونو قوماندان مجید موسوي د امریکا د نننیو بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به د هېواد له بېلابېلو سیمو متقابل بریدونه ترسره کړي.

په هغه بیان کې چې تسنیم خبري اژانس خپور کړی، د نوموړي له قوله راغلي: «تاسو د هرمز سپېڅلې تنګي ناامنه کوئ؟! موږ به له ټول ایرانه سیمه درته پر دوزخ بدله کړو. دا په سیمه کې د امریکایانو د جسارت ځواب دی، ان‌شاءالله.»