کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د بېپولې ډاکټرانو (MSF) سازمان د افغانستان په سوېل کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه وضعیت ماشومان د نري رنځ (توبرکلوز) د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ کوي او ډېری یې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې خوارځواکي د نري رنځ د اخته کېدو او د دې ناروغۍ د فعالېدو له مهمو خطرناکو عواملو څخه ده، په ځانګړې توګه د ماشومانو ترمنځ. همدارنګه فعال نری رنځ د وزن د کمېدو او د بدن د انرژۍ د اړتیا د زیاتېدو له امله خوارځواکي لا پسې سختوي.
د بېپولې ډاکټرانو په راپور کې د نوریا په نوم د یوې مور کیسه هم رااخیستل شوې ده، چې ویلي یې دي د هغې اته میاشتنی لور له درې میاشتو دوامدارې تبې او ټوخې وروسته د کندهار د دغه سازمان د خوارځواکۍ د بستر درملنې مرکز ته ولېږدول شوه. د هغې په وینا، له معایناتو او ایکسري وروسته ډاکټرانو تشخیص وکړ چې ماشومه یې په نري رنځ اخته ده.
دغه سازمان وايي افغانستان لا هم د نري رنځ د پراخې خپرېدنې او د ماشومانو د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دی، خو په خوارځواکو ماشومانو کې د نري رنځ تشخیص ستونزمن دی او د دغو دواړو ناروغیو ترمنځ د اړیکې په اړه عامه پوهاوی هم محدود دی. په همدې دلیل، ډېرې کورنۍ د درملنې لپاره ناوخته روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې په کندهار ولایت کې د خوارځواکۍ د درملنې یو ۴۵ بستریز مرکز او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د سیار درملنې یو مرکز تر خپل ملاتړ لاندې لري.
دغه سازمان له کورنیو غوښتي چې که په ماشومانو کې د خوارځواکۍ نښې یا اوږدمهاله ټوخی او تبه وویني، ژر تر ژره دې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.